1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «ایان» طوفان په فلوریدا کي سختي خرابۍ رامنځته کړې

۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبه

په ساعت کي په ۲۴۱ کیلومتره سرعت سره «ایان» سخت طوفان (هِریکېن) د امریکا متحده ایالاتو د غربي ساحل ایالت، فلوریدا څخه تیر او ډیري خرابۍ یې رامنځته کړې.

https://p.dw.com/p/4HVgu
USA, Florida | Hurrikan Ian
انځور: Marco Bello/REUTERS

لکه څنګه چي د امریکا د هِریکېن مرکز خبر ورکړ، د دغه سخت باد او طوفان مرکز د ساحل سره نژدې د کېپ کورال ښار ؤ. د ان بي سي ټلویزوني تصاویرو او اجتماعي شبکو د فلوریدا جنوب غرب ښکاره کړ، چي د فورت مایر بیچ، کېپ کورال او نیاپلیس کي سخت بارانونه اوریدلي او په ځینو ځایونو کي تر یوه متره پوري لوړ سیلابونه راغلي دي. په فلوریدا کي ۱،۶ ميلیونه کورنۍ بې برقه سوي دي.