1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکوادور کې د ولسمشرۍ کانديد ووژل شو

۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبه

د اکوادور ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند، فرناندو ویلاونسنسیو، د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتي کمپاین پر مهال په ډزو ووژل شو. نوموړی د فساد او سازمان شوو جرمونو منتقد وو. چارواکو د ویلاونسنسیو وژنه تائید کړې ده.

https://p.dw.com/p/4UzSL
د اکوادور ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند، فرناندو ویلاونسنسیو، د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتي کمپاین پر مهال په ډزو ووژل شو
د اکوادور ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند، فرناندو ویلاونسنسیو، د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتي کمپاین پر مهال په ډزو ووژل شوانځور: Juan Diego Montenegro/AP Photo/picture alliance

رويټرز خبري آژانس د ځايي رسنیو د رپوټ په حواله ليکي چې د اکوادور د پلازمېنې، کيتو، په شمال کې د دغو مراسمو پر مهال شاوخوا ۳۰ ډزې شوي دي. پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې وېډيو کې ښکاري چې ویلاونسنسیو تر مراسمو وروسته او د ډزو او چغو له غږونو څخه مخکې یوه موټر ته پورته کیږي.

د اکوادور پولیسو او کورنیو چارو وزارت، د پېښې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې، خو ولسمشر، ګیرمو لاسو، تائید کړې چې پولیسو د قاتلانو له خوا یو لاسي بم چې شاته ېې ايښی وو په خوندي توګه شنډ کړی دی.

 فرناندو ویلاونسنسیو د اګست په ۹مه په کیتو کې د وینا پر مهال
فرناندو ویلاونسنسیو د اګست په ۹مه په کیتو کې د وینا پر مهالانځور: Karen Toro/REUTERS

ورته نور ولولئ:«هره ورځ له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ وینزویلایان اکوادور ته مهاجریږي»

لاسو، نیمه شپه تر ېوې امنيتي غونډې وروسته په یوې وېډيويي اعلامیه کې د ویلاونسنسیو د قتل په هکله وویل چې «دا یو سیاسي جرم دی چې تروریستي شکل لري. موږ په دې کې هيڅ شک نه وينو چې دغه قتل د انتخاباتو پروسې د سبوتاژ کولو له پاره یوه هڅه ده.» هغه وويل چې د ولسمشرۍ انتخابات د اګست په ۲۰ مه ترسره کيږي.

Ecuador Präsidentschaftskandidat Fernando Villavicencio wurde erschossen
انځور: STR/AFP/Getty Images

ورته نور ولولئ:  په پيرو او اکوادو کې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د څارنوالۍ عمومي دفتر ويلي دي چې د پېښې په تړاو یو تورن کس چې د ډزو پر مهال ټپي شوی وو، د ټپونو له کبله ېې ساه ورکړې ده. په دغه پېښه کې د یو پارلماني نوماند او یوه پوليس په ګډون ۹ تنه ټپيان شوي هم دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.