د اکتوبر انقلاب سل کلني او د لینن ډبریزي او اوسپنیزي مجسمې
که هغه ولاړي وي او یا هم ناستي، له ژیړو وي او که له طبیعی ډبرو، د یوه پوهنتون مخي ته وي او که په یوه هدیره کي. په مسکو او ټوله روسيه کي سړی د ولاديمير ايليچ اوليانوف له مجسمو سره مخامخ کیږي. د هغه رزمي نوم لینن دی.
په هرځای کي لینن
د مسکو د مجسمو په یوه پارک کي دغه لویه مجسمه چي د پخواني شوروي اتحاد یو سمبول دی، تر نن ورځي پوري یې د هغه د بڼسټ ایښودونکي په توگه درناوی کیږي او هم ورڅخه نفرت کیږي.
لینن تر پوتین راکښته
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین، خپل هم نومي لینن ته د یوه خاین لقب ورکړی، دا ځکه چي د لومړۍ نړیوالي جگړې پر وخت یې لا دغه هیواد په داخلي جنگونو کي راښکیل کړ. د پوتین په اصلي ټاټوبي سنکت پیترزبورگ کي لا د هغه مجسمه د مسکو په میدان کي ولاړه ده چي لاس یې د اشارې په توگه ، پورته نیولی دی.
د پخواني شوروي اتحاد یوه مهمه برخه
د شوروي اتحاد په ټوله دوره کي، د شوروي په جمهوریتونو او مصنوعي دولتونو کي د لینن مجسمې جوړي او ودرول سوې. په هغو هیوادونو کي چي اوس خپلواک سوي، ډیری دغه مجسمې ایسته سوي دي. پر دغې مجسمې باندي چي د قرغزستان په یوه دره کي جوړه سوې، ډیر کار سوی دی اولاپاته ده.
لینن بیا څوک ؤ؟
په گرجستان کي د لینن د مجسمې دغه ډول خراب حالت د تعجب وړ هم نه دی. دغه هیواد د شوروي اتحاد تر منحل کیدو مخکي لا خپله آزادي اعلان کړې وه. دلته يوازي د پخواني شوروي اتحاد له یوه لارښود څخه یادونه کیږي، چي هغه په خټه گرجستانی، جوزف ستالین دی.
لینن د طبیعی غرو په لمنو کي
د اکتوبر تر انقلاب لس کاله وروسته لا، شوروي اتحاد د ناروې د په اصطلاح، لوړو غرونو په جزیره کي د سکرو په راایستلو پیل وکړ. هغه وخت لینن مړ سوی ؤ. که څه هم د شوروي اتحاد نوم اوس په پخوانیو وختو پوري اړه لري، خو د لینن مجسمه اوس هم د ناروي د شمالي قطب د کانو د کارگرانو په سیمه «آیس فورد» کي ولاړه ده.
آیا دغه مجسمه کمونيستانو له فاشیستانو څخه ژغورلې ده؟
له ژیړو څخه جوړه سوې دغه مجسمه، په ۱۹۲۶م کال کي په شوروي اتحاد کی جوړه سوې وه چي نازیانو په دوهمه نړیواله جگړه کي له هغه ځایه راغلاکړه، هغوی غوښتل چي دغه مجسمه ویلي کړي. د SED په نامه د شرقي المان د سوسیال اتحاد گوند په حواله فاشیسټي ضد کارگرانو یوه گروپ هغه ورڅخه وژغورله. خو تاریخي اسناد بیا په دې اړه بل څه وايي. دغه مجسمه له۱۹۹۱م کال راهیسی د برلین په تاریخي موزیم کي ولاړه ده.
د مجسمی ښخول او بیرته راایستل
د ختيځ المان پر وخت د لینن یوه لویه مجسمه د برلین د فریدریش هاین په «Platz der Vereinten Nation» په میدان کي (له ۱۹۶۸څخه تر ۱۹۹۴) پوري ولاړه وه چي پخوانی نوم یې طبعاً «Leninplatz» ؤ. وروسته بیا دغه مجسمه ونړوله سوه او په کوم ځای کي ښخه کړای سوه. تر څه وخت کشمکشو وروسته د هغې سر بیرته له خاورو راوایستل سو چي له۲۰۱۶م کال راهیسی د برلین د«شپانداو» په «څیتادیلا» کي نندارې ته وړاندي کیږي.