د اپيک سازمان غړيتوب افغان محصلينو ته ډير اړين دی
۱۳۸۹ آبان ۲, یکشنبهدغه نړيوال سازمان چي دملگروملتو د سازمان څخه وروسته سترسازمان دی د نړۍ د ۱۱۰ هيوادونو ۵۰۰۰۰ محصلان يي غړيتوب لري چي افغانستان هم پكښي شامل دي.
په افغانستان كي ددغه سازمان د ليږدوني موسس خالد دياني وايي چي په ۲۰۰۳ميلادي كال كي دغه سازمان د المان په فرانكفورت ښارکي د افغاني محصل محمود نثار او څوتنو الماني محصلانو په همكاري افغانستان ته وليږدول سواوپه عملي فعاليت پيل وكړ.
خالد دياني وويل ددې نړيوال سازمان اهميت په دې كي دی چي د سازمان اړوندغړي كولای سي د نړۍ په ۱۱۰ هيوادونو كي خپلو زده كړو ته دوام وركړي او ان چي هلته د كاركولو دپاره هم پاته سي.
ددې سازمان موخه په نړيواله كچه د سولي تينگښت او د نړيوالو بشري مرستو خدمتونه ترسره كول دي.
دياني په دغه سازمان كي د افغاني محصلينوغړيتوب يوه ستره فرهنگي بريا بولي.
د كابل پوهنتون رئيس پوهاند حميد الله امين وايي چي د اپيك په سازمان كي د افغان محصلينوغړيتوب نه يوازي د كابل پوهنتون حيثيت لوړكړ، بلكي تر دې وروسته زموږمحصلين كولای سي د نړيوالو سيالانو په قطاركي ودريږي.
د كابل پوهنتون يومحصل چي د اپيك د نړيوال سازمان غړيتوب لري د خوښۍ په ځرگندولو سره نورمحصلان هم په دغه سازمان كي د غړيتوب دپاره ور وبلل.
« موږكولای سو د وړتيا په ښودلوسره د اپيك دغړوهيوادونو پوهنتونونو ته د دوه مياشتوځخه تراتلسو مياشتوپوري د تريننگ اوزده كړي دپاره ولاړسو»
د اپيك نړيوال سازمان چي د ملگروملتو د سازمان څخه وروسته دويم سترسازمان دی د دوهمي نړیوالي جگړې وروسته په ۱۹۴۸ميلادي كال كي جوړسوی دی او مركز يې په هالنډكي دی.
دغه سازمان د هري ورځي په تيريدوسره پياوړی كيږي او د فعاليت ساحه يي پراخيږي. نوموړی سازمان دا وخت د نړي ۱۶۰۰پوهنتونومحصلين يې غړيتوب لري.
جمال کوټوال/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل