د اټومي انرژۍ پرضد لاريونونه
۱۳۹۱ اسفند ۲۰, یکشنبهد کنسرتونو او ويناوو له لاري مظاهره چيانو د توکيو په «هيبيا» پارک کې خپلې غوښتنې مطرح کړې. هغوی د اتومي انرژۍ بندول غواړي «مخکې له دې چې ومو وژني.» دغسې يو شعار پر يوې لوحې باندې ليکل شوی و.
د هېواد په نورو برخو کې هم داسې ورته لاريونونه وشول. د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې د سونامي يا سمندري توپان له خوا د ځپل شويو ښارونو په کوڅو کې خلکو تور کالي اغوستي ول او د فوکوشيما د قربانيانو د ماتم په مراسمو کې يې ګډون کاوه.
په توکيو کې لاريون کوونکي د پارلمان په شاوخوا کې د حکومت پر مقر هم ورتېر شول د دې له پاره چې نوي محافظه کار لومړي وزير، شينزو ابې، ته خپل نظر واوروي. ابې غواړي چې تر اتومي ناورين وروسته درول شوي اتومي برېښناکوټونه بېرته فعال کړي او وايي چې دغه شان نوي برېښناکوټونه به هم جوړ کړي.
د اوونۍ په پای کې ډېر لاريونونه وشول
اوس مهال له ۵۰ جاپاني اتومي برېښناکوټونو څخه يوازي دوه فعال دي. تر اوسه پورې ۱۶۰۰۰۰ انسانان د هېواد په شمال ختيځ کې ناورين ځپلې سيمې ته نه دي ستانه شوي. هغوی وېره لري چې سرطان او د اتومي وړانګو نوري ناوړه اغېزې به په هغوی کې راڅرګندي شي.
د شنبې په ورځ آن په توکيو کې۱۵۰۰۰انسانانو له اتومي انرژۍ څخه د لاس اخيستلو په پلوي لاريون کړی وو. په دغو خلکو کې د ادبياتو د نوبل د جايزې لرونکي، کېنزابورو آوه تر څنګ نور مشهور کسان هم شامل ول.
دا په جاپان کې په شپېتمو کلونو کې د سوله غوښتونکو غورځنګوله خوا د ويتنام د جنګ پرضد له مظاهرو راهيسې تر ټولو پراخ لاريونونه ول.
په نورو هېوادو کې هم لاريونونو تر سره شول
د تايوان په پلازمېنه تايپي کې د شنبې په ورځ د اتومي انرژۍ پرضد هم لاريون وشو. نزدې۵۰۰۰۰ انسانانو د يوه اتومي برېښناکوټ پر ضد مظاهره وکړه چې د پلان له مخې به دوه کاله وروسته برېښنا توليدوي. کېدای شي له دې کبله ډېر خلک کوڅو ته راوتلي ول ځکه چې د پنجشنبې په ورځ په تايپې کې يوه زلزله هم شوې وه.
په پاريس کې تقريبا۲۰۰۰۰ انسانانو د زنځير په شکل يو لاريون تر سره کړ او د اتومي انرژۍ د بندولو غوښتنه يې وکړه. فرانسه تر امريکا متحده ايالاتو وروسته دوهم هېواد دی چې تر ټولو زيات اتومي برېښناکوټونه لري.
په آلمان کې د شنبې په ورځ ۱۰۰۰۰ انسانانو د «ګروده»، «هاملن» او «ګوندرېمينګن» په نوم د برېښناکوټونو په شاوخوا کې لاريونونه تر سره کړل. هغوی د سوځېدنې د احتمالي پېښو په صورت کې د نيمګړي بېړني چمتووالي پرضد کوڅو ته راوتلي ول.
د دوشنبې په ورځ د فوکوشيما د اتومي ناورين دوهمه کاليزه ده. د ۲۰۱۱ کال د مارچ پر ۱۱مه نېټه د ۹،۰ په مقدار يوې زلزلې او يوه سمندري توپان د «فوکوشيما دايچي» په برېښناکوټ کې څو پر له پسې اتومي ويلي کېدنې رامنځ ته کړې وې چې په پايله کې يې ۱۹۰۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د فوکوشيما پېښه په ۱۹۸۶ کال کې د چېرنوبيل تر اتومي ناورين وروسته تر ټولو ناوړه اتومي پېښه ګڼل کيږي.