«د ايران د اتومي پروگرام خبري بې نتيجې سوې»
۱۳۹۲ فروردین ۱۸, یکشنبهنړیوالو مرکچیانو ویلي دي چې په الماتا کې د ایران او نړیوالې ټولني تر منځ خبرې اترې، د شبنې په ورځ بې نتيجې پای ته ورسېدلې. په دغه بهیر کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسئولي کاترین اشتون، د نړیوالې ټولنې د پلاوي مشري کوله.
د خبرو تر پای ته رسیدو وروسته اشتون خبریالانو ته وویل: «زموږ په دوو ورځنیو خبرو اترو کې د اعتماد د رامنځ ته کولو په برخه کې شديد او اوږده بحثونه وشول. دا خبره واضیح شوه چې زموږ دریځونه ډېر سره لیري دي.»
دغه خبرې اترې د P5+1 هیوادونو او ایران تر منځ پلان شوې وې. په P5+1 هیوادونو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمې غړي او آلمان شامل دي. دغه هیوادونه له ایران څخه غواړي چې د یورانیمو غني کول پريږدي.
دوی پر ایران باندي تور لګوي چې د اتومي وسلو د تولیدولو هڅې کوي، خو ایران دغه تورونه ردوي او وایي چې اتومي پروګرام یې یوازې سوله ییز اهداف لري.
اشتون وویل، چې ایران باید د نړیوالې ټولنې وړاندیز منلی وای. هغې زیاته کړه: «زه فکر کووم چې لومړی کار دا دی چې ایران هغه وړاندیز واخلي چې موږ ورته پر میز باندي ایښی دی او هغه ته یو ریښتینی ځواب ورکړي. دا روښانه ده چې موږ څه غواړو، موږ هغه څو وارې په واضیح ډول بیان کړي دي.»
یو څه رضایت موجود وو
که څه هم په خبرو اترو کې ډیر پرمختګ نه دی شوی، اشتون وویل چې هغه د خبرو اترو له ژورتیا څخه خوشحاله وه. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیرګي ریابکوف، ویلي دي چې P5+1 هیوادونه او ایران په دې نه دي توانیدلي چې یوه توافق ته سره ورسیږي، نو له دې کبله لا وختي دی چې سړی د راتلونکې غونډې له پاره اوس یوه نیټه وټاکي.
خو ښاغلي ریابکوف هم دغه خبره ومنله چې په خبرو اترو کې یو څه پرمختګ شوی دی.
ایران وایي چې دغه هیواد باید د یوارانیمو د غني کولو اجازه ولري. ايران پر دې خبره باندي ټینګار کوي، چې اتومي پروګرام یې یوازې سوله ییز اهداف لري.