1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران وايي د اتوم بم جوړولو تخنیکي وړتیا لرو

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

د ایران د اتومي انرژۍ سازمان مشر وايي چې هیواد ېې د اتوم بم جوړولو له پاره لازم توان څخه برخمن دی. په عین حال کې د ایران د بهرنيو چارو وزارت د ایران د اتومي پروګرام د نوو احتمالي مذاکراتو له پيل څخه خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4ExEF
Iran Mohammad Islami
انځور: Isna

د ایران د اتومي انرژۍ سازمان مشر، محمد اسلامي، د دوشنبې په ورځ (د اګست لومړۍ نيټه) فارس خبري آژانس ته وويل چې «ایران د اتومي بم د جوړولو مسلکي وړتيا لري، خو د دا ډول يو پروګرام له پاره پلان نلري.»

اسلامي دغه خبرې داسې وخت کوي چې تر دې مخکې د ایران د رهبر، علي خامنه يي د ارشد سلاکار، کمال خرازي، الجزيره شبکې ته ويلي وو: «موږ وشو کړی چې د څو ورځو په جریان کې تر ۶۰ سلنې پورې غني یورانیم تولید کړو او کولای شو په ډيره اسانۍ د ۹۰ سلنې په غنامندۍ یورانیم تولید کړو.»

د خامنه يي سلاکار او د بهرنیو ستراتيژيکو اړیکو د شورا رئيس زیاته کړې وه: «له چا پټه نه ده چې موږ د اتومي بم جوړولو مسلکي وړتیا لرو، خو د دا ډول یو کار ترسره کولو له پاره تصمیم نه لرو.»

ایراني چارواکي په داسې حال کې په صراحت سره د دغه هیواد د اتومي بم جوړو د وړتيا خبرې کوي، چې ایران په تیرو کلونو کې په کراتو د اتومي بم جوړولو له پاره هڅې رد کړي دي. ایران ويلي دي چې د یورانیم له غني کولو څخه ېې مقصد، یوازې غیر پوځي استفاده او د خپلو اتباعو د اړتیا وړ بريښنا برابرول دی. 

د ایران د اتومي سازمان د مشر تر دغو خبرو چې هیواد ېې د اتومي بم جوړولو وړتيا لري، څو ساعته وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعاني، د ایران او غرب تر منځ د اتومي مذاکراتو د نوي پړاو له احتمالي پیل څخه خبر ورکړ.

کنعاني په یو خبري کنفرانس کې وويل: «په وروستيو ورځو کې د پيغامونو او نظرونو د تبادلې او پر پيشنهادي متنونو د ترسره شوو ارزونو وروسته، د دې احتمال موجود دی چې په راتلونکو ورځو کې د مذاکراتو پر وخت نتيجې ته ورسيږو او په احتمال سره د مذاکراتو د نوي پړاو شاهدان به و اوسو.»

هغه په عين حال کې ټينګار وکړ چې د ایران د اتومي پروګرام د مذاکراتو بیا پيل «د مقابل لور، په مشخصه توګه د امریکا له بشپړې ارادې سره تړاو» لري.

دا د وروستیو ورځو په جریان کې لومړی ځل نه دی چې ایراني چارواکي د اتومي مذاکراتو د نوي پړاو له پيلیدو څخه خبر ورکوي. د ایران په مجلس کې د ملي امنیت او بهرني سیاست د کميسيون غړي، یعقوب رضازاده، د يکشنبې په ورځ ويلي وو چې په احتمال سره د اتومي مذاکراتو نوی پړاو به په راتلونکو ورځو کې پیل شي. هغه ډاډ ورکړی وو چې «په یو نوی روش سره د خواو تر منځ یو ښه توافق تر سره کيږي.»

د ایران د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستيال، عالي باقري کني، د يکشنبې په ورځ (د جولای ۳۱مه) پر دوو ټويټونو کې ليکلي وو چې د ویانا مذاکراتو د چټکۍ جمع بندي او هغو ته د لارې هوارولو په مقصد ېې مقابل لور ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړي دي، خو وضاحت ېې نه وو ورکړی چې د تهران وړاندیزونه څه دي. هغه همدارنګه ويلي وو چې ایران په لنډه موده کې د مذاکراتو جمع بندۍ ته تیار دی، که چیرته مقابل لور هم دې ته ورته اقدام ته تیار وي.»

ایراني چارواکي په داسې وخت کې د اتومي مذاکراتو نوي پړاو له احتمالي پیل څخه خبر ورکوي، چې غربي چارواکو په وروستیو اوونيو کې په کراتو ایران ته خبرداری ورکړی چې د نهايي تصمیم وخت رارسیدلی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسئول، جوزپ بورل، د جولای په ۳۰مه ويلي وو چې د ایران د اتومي پروګرام او امریکا تر منځ د ۱۵ میاشتو موثرو مذاکرتو او بې شماره تعاملاتو وروسته «توافق ته د لاسرسي مهمو اضافي مصالحو له پاره فضا پای ته رسېدلې ده.»

دويچه ويله ف/م.ک.ص./ن.ز.