1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهسا مړينه؛ په خواله رسنيو کي ټرېنډ او ایران کې احتجاجونه

۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبه

په ټويټر کي د مهسا اميني هېشتېګ نړيوال ټرېنډ وګرځېد. دا د هغه وروسته چي په ياد نوم ايرانۍ مېرمنه د پوليسو له توقيف وروسته مړه سوه. ایران کې احتجاجونه هم په تاوتريخوالي واوښتل.

https://p.dw.com/p/4H1sJ
مهسا امیني په روغتون کي مړه سوه
مهسا امیني په روغتون کي مړه سوهانځور: UGC

د ټويټر پر پاڼه په فارسي (#مهسا_امینی)  او انګرېزي (#Mahsa_Amini) حروفو د مړې سوي ايرانۍ مېرمنې هېشټېګونه په ډېر لوړ شمېر تکرار سوي دي. نه يوازي د يادي پاڼي ايراني کاروونکو بلکه له ايران څخه دباندي کاروونکو هم ياد هېشټېګونه تکرار کړي دي او په دې توګه يې خپل احتجاج او خواښيني ښودلې ده.

ياد هېشټېګ د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر ۱۸نېټه) په آلمان کي هم ټرېنډ وګرځېد. ټرېنډ دې ته ويل کيږي چي د خواله رسنۍ زيات کاروونکي په لنډه موده کي همدغه يو هېشټېګ په لوړ شمېر شريک او په خپلو پوستونو کي خپور کړي.

دا دويم واری دی چي د فارسي ژبي يو هېشټېګ په نړيواله توګه ټرېنډ ګرځي. لومړی ځل د «اعدام نکنيد» يا اعدام مه کوئ هېشټېګ نړيوال ټرېنډ ګرځېدلی ؤ.

د روغتون اعلاميه

د کسري په نوم هغه روغتون چي مهسا اميني پکښي دوې ورځي بستر وه، پر انسټاګرام يې په دغه موضوع کي يوه اعلاميه خپره کړېده.

په ياده اعلاميه کي راغلي دي چي مهسا اميني ورته د ماښام په ۲۲ دقيقې بالا ۸ بجو باندي په داسي حالت کي روغتون ته ور وړل سوه چي د ژوند هيڅ نخښې پکښي نه وې موجودي او په مغزي توګه مړه وه. زياته سوې چي د روغتيايي عملې له خوا دغې مېرمني ته له سره د زړه مساج او نورو اقداماتو وروسته د زړه ضربان ورکول سو او دا چي هغه تر دوو ورځي ژوند کولو وروسته د زړه درېدو له کبله مړه سوه.
ایران: د مذهبي پولیسو لخوا نیول سوې ښځه مړه سوه

د روغتون ياده اعلاميه په ټولنيزو رسنيو کي د غوسې او خښم د څپې د رامنځته کېدو لامل سوه. دا ځکه چي وايي دغه اعلاميه ښيي چي پر دغې مېرمنې وار کول دومره قوي ؤ چي د هغې د زړه د درېدو او د مغزي مړيني سبب سوی.

خو ياده اعلاميه وروسته د روغتون له اينسټاګرام څخه ليري کړل سو.

رضا پهلوي عامه وير اعلان کړی دی

شهزاده رضا پهلوي چي د ايران د پخواني پاچا زوی دی، د مهسا اميني پر مړينه يې په ټويټر پيغام کي خواښيني ښودلې ده. نوموړي په خپل پیغام کي د يکشنبې او دوشنبې ورځ چي د سپتامبر ۱۸مه او ۱۹مه نېټه کيږي، عامه وير يې اعلان کړی دی. د نوموړي په وينا مهسا اميني، ندا آقاسلطان، پویا بختياري، نوي افکاري او ريرا اسماعيليون د ايران فرزندان ول او په يادو ورځي بايد ورپسي وير وسي.

د شورای مديريت ګذار په نوم د ايران د حکومت مخالفي ډلې د مهسا اميني مړينه «قصدي حکومتي قتل» بللی دی. يادي شورا د مړې سوي ايرانۍ سره خپله غمشريکي کړېده. دغې ډلې د کردستان د احزابو د همکارۍ د سازمان د هغې اعلاميې ملاتړ کړی دی چي وايي د سپتامبر په ۱۹مه نېټه دي په ټول ايران کي عمومي احتجاج وسي.

مهسا امیني د جمعې په ورځ (د سپتامبر په ۱۶ مه) په روغتون کي مړه سوه، چيري چي په اخره کي د کوما په حالت کي وه. د بشر د حقوقو فعالینو ویلي ول، چي دغه ۲۲ کلنه ښځه د پولیسو په یوه پوسته کي پر سر باندی وهل سوې وه. خو دغه ادعا ایراني چارواکو په کلکه سره رد کړې وه.

د.و.ف./ا.ا./ا.خ.ح.