1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايراني موادو پر وارداتو د بنديز په اړه اندېښنې

۱۳۹۱ آبان ۱۱, پنجشنبه

افغان چارواکي وایي، چې ایران افغانستان ته د ۵۰ ډوله بېلابېلو سوداګريزو توکو پر صاداراتو باندي بندیز لګولی دی. دې موضوع د افغانستان پر مارکیټونو باندي اغیزه کړې ده.

https://p.dw.com/p/16azX
انځور: AP

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند وحید غازي خیل، دویچه ویله ته وویل، چې ایران د لوېدیځو هیوادونو د بندیزونو له کبله په خپل کورني مارکیټ کې له ستونزو سره مخامخ شوی دی او د دې په خاطر چې په خپلو مارکیټونو کې د موادو له کمښت سره مخامخ نه شي، افغانستان ته یې پر۵۰ ډوله بېلابېلو سوداګريزو موادو پر صادراتو باندي بندیز لګولی دی.

د هغو موادو په ډله کې چې تر دې وروسته به له ایران څخه افغانستان ته وارد نه شي خوراکي، پتروشیمي او پلاستیکي مواد شامل دي. پر دې سربیره د فابریکو له پاره اومه مواد او پترول هم د هغو موادو په نوم لړ کې دي چې ایران یې افغانستان ته پر صادراتو باندې بندیز لګولی دی. خو له ایران څخه افغانستان ته اوس هم د دیزلو او ګازو صادرات دوام لري.

افغانستان په خاصه توګه د خوراکي موادو په برخه کې له ګاونډیو هیوادونو څخه په وارداتو پوري تړلی دی. که ایران افغانستان ته د خوراکي توکو پر وارداتو باندي خپل بندیز دوامداره کړي ښايي افغانستان له دې کبله له ستونزو سره مخامخ شي.

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د یو شمیر تولیدي فابریکو مالکان وایي چې له ایران څخه د اومو موادو پر وارداتو باندې بندیزونو د هغوی د تولید بهير له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزی، دغه ستونزي مني او وایي: «رښتیا خبره دا ده چې د دغو موادو پر صادراتو باندي د ایران له خوا بندیز، زموږ مارکیټ له کړکېچ سره مخامخ کړی دی.»

تر دې مخکې هم وخت نا وخته د افغانستان ګاونډیو هیوادونو دې هیواد ته د خپلو یو شمیر تجارتي توکو پر صادراتو باندي بندیزونه لګولي ول چې له کبله یې په مارکیټونو کې د هغوی بیې ډیري لوړي شوي وې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي چې د ایران دې پریکړې پر افغانستان باندي ډیره اغیزه نه ده اچولې. وحید غازي خیل وویل: «دا طبیعي خبره ده چې د ایران د صادراتو دریدل یو څه تأثیرات لري، خو دا تأثیرات دومره نه دي چې د افغانستان خلک تر خپلي اغیزې لاندي راولي.»

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي چې افغان سوداګر ډیر وخت، غوړي او اوړه چې د دې هیواد تر ټولو لومړني ضروري خوراکي توکي دي له قزاقستان څخه را واردوي. د دې وزارت په وینا افغانستان له روسیې، اوکراین، مالیزیا او دوبي څخه هم خپل نور ضروري مواد را وردوي.

افغانان په ژمي کي د خوراکي او سونگ موادو د بييو لوړېدو په تنگ کړي وي
افغانان په ژمي کي د خوراکي او سونگ موادو د بييو لوړېدو په تنگ کړي ويانځور: Aida Azarnoush

افغانستان د بل هر هیواد په پرتله له پاکستان سره پراخي تجارتي اړیکي لري. دغه دواړه هیوادونه هر کال په خپل منځ کې د دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګري معاملې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او ایران تر منځ تجارتي اړیکې هر کال ۱.۳ میلیارده ډالرو ته رسیږي. افغانستان تر پاکستان وروسته له چین او روسیې سره تر ټولو پراخي سوداګريزي اړيکي لري.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو چارواکي وایي چې افغان سوداګر اوس غواړي د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره خپلي اړیکې لا پسې پراخي کړي. ښاغلی الکوزی وایي: «موږ هڅه کوو چې له نورو هیوادونو څخه، په خاصه توګه د منځنۍ اسیاه له هیوادونو، چین، هندوستان او روسیې څخه دغه مواد را وارد کړو.»

خو الکوزی دا خبره هم کوی چې له نورو هیوادونو څخه د دغو توکو واردول ښایي د افغانستان له پاره یو څه ګران تمام شي. ځکه د هغه په خبره له ایران څخه د تجارتي توکو پر را واردولو باندي لږ ترانسپورتي لګښت راځي.

الکوزی وایي چې افغان سوداګر ایران ته د پیسو د لیږدولو په برخه کې هم ستونزي لري، ځکه پر ایراني بانکونو باندي لوېديځي نړۍ بنديزونو له گولي دي او افغانان نشي کولای، چي دغو بانکونو ته پيسې ولېږي.

عارف فرهمند/ مسعود جهش
نجیب الله زیارمل