د امریکايي قواوو لومړنۍ ډله رومانیا ته ورسېده
۱۴۰۰ بهمن ۱۹, سهشنبهد رومانیا دفاع وزیر واسیلی دینکو خبریالانو ته وویل رومانیا ته د رسیدلو امریکايي ځواکونو شمیر تر سلو يو څه زیات دی. هغه وويل په دې ډله کې امریکايي عسکر او مجرب کسان شامل دي.
د امریکا ولسمشر جو بايدن تیره اوونۍ اعلان وکړ داچي روسيه د اوکراین له سرحده خپل ځواکونه نه پر شا کوي، ځکه نو ۱۰۰۰ سرتیري رومانيا او ۲۰۰۰ پولند ته استوي. پولند ته د امریکايي ځواکونو لومړنۍ جوپه د تیرې اوونۍ په پای کې ورسیده.
د رومانیا دفاع وزیر وویل چې د پاتې امریکايي ځواکونو راتلل به هم ډير وخت ونه نیسي.
پنټاګون یا د امریکا دفاع وزرات ويلي دي چې دغه ځواکونه ېې د آلمان له ویلسک څخه تللي دي.
د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون هم ویلي دي چې تیار دی د ناټو تر مشرۍ لاندې خپل په سلونو ځواکونه رومانیا ته واستوي.
د فرانسې دفاع وزیر فلورانس پارلي تیره اوونۍ د رومانيا په پلازمېنه بخارست کې وويل چې د ځواکونو د ځاي پر ځای کیدو له پاره فرانسوي کارپوهان وار د مخه رومانيا ته رسيدلي دي.
رومانیا له ۲۰۰۴م کال راهیسې د ناټو سازمان غړيتوب لري. تر دې وړاندې هم په دغه هیواد کې ۹۰۰ امریکايي، ۱۴۰ ايټالوي او ۲۵۰ پولندي ځواکونه میشت ول.
آ/م.ک.ص./ن.ز.