1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراین پر اودیسه ښار برید کي مرگ ژوبله اوښتې

۱۴۰۲ خرداد ۲۴, چهارشنبه

د روسيې پوځ تورې بحیرې ته نیږدې بندري ښار اودیسه باندي د کروز توغندي برید کړی دی. د اوکراین ولسمشر زیلنسکي پر روسیې باندي د لا ډیرو بندیزونو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/4SYRq
Ukraine Krieg | Angriff auf Odessa
انځور: State Emergency Service of Ukraine/REUTERS

د چارواکو په حواله د اوکراین پر بندري ښار اودیسه باندي د روسیې د یوه نوي برید په نتیجه کي ډېر کسان مړه او ټپیان سوي دي. د اوکراین د پوځ لویې قوماندانۍ پر خپل فیسبوک لیکلي دي چي د کالیبر یوه مرمۍ پر یوه گدام لگیدلې او اور يې اخيستی دی. د دوی د معلوماتو له مخي د نوموړي گدام درې کارکوونکي وژل سوي او اوه نور ټپیان سوي دي. تر ورانیو لاندي د نورو قربانیانو اټکل هم کیږي.

اوکراین د درو کلیو د بیرته نیولو خبر ورکړی دی

نوموړي قوماندانۍ زیاته کړې ده چي په مجموعي ډول څلور «کاليبر» توغندي په توره بحیره کي د روسیې له یوې جنگي بیړۍ څخه فیر سوي دي چي په نتیجه کي يې د ښار په مرکز کي یو تجارتي مرکز، د زده کړو یوه ودانۍ، د اوسیدو یو آپارتمان او دوکانونه زیانمن سوي دي. ویل کیږي چي د لومړنیو معلوماتو له مخي شپږ کسان زخمیان سوي دي.

د دونیڅک په سیمه کي د توغنیدو د برید په نتیجه کي د دریو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل سوی دی. د سیمه ایز ښاروال پاولو کیریلینکو، په حواله روسي راکټونه پر شخصي کورونو لگیدلي چي په کراماتورسک کي یې دوه او په کوستانتینیوا کي یې یو کس وژلی دی. سربیره پردې ځیني کورونه وران او یا زیانمن سوي هم دي.

Ukraine, Kryvyi Rih | Feuerwehr nach massivem Raketengriff auf Wohnhaus
د روسیې له خوا د توغندیز برید په نتیجه کی د اوکراین د ولسمشر د ټاټوبی ورانۍانځور: Andriy Dubchak/AP/dpa/picture alliance

بلاروس له روسیې څخه اټومی وسلې ترلاسه کوي

د واکمن الکساندر لوکاښینکو په حواله سپینې روسیې په دې پیل کړی چي له روسیې څخه د تاکتیکي اټومی وسلو د انتقال هرکلې وکړي. لوکاښینکو ويلي دي چي ځیني دغه وسلې تر هغو بمونو درې واره قوي دي چي د امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۴۵م کال کي پر هیروشیما او ناگاساکي غورځولي ول.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

د شوروي اتحاد تر ړنگیدو وروسته دا له خپل قلمرو څخه دباندي د روسي د اټومي وسلو لومړۍ ذخیره ده. د شوروي اتحاد پر وخت په سپینه روسیه کي هم اټومي وسلې ځای پر ځای سوي وې. د لوکاښینکو په حواله د دغو پخوانیو لاگرونو څخه پنځه یا شپږ یې بیرته فعاله سوي دي. سپينه روسيه، د ناټو له هیوادونو، لیتوانیا، لاتویا او پولنډ سره مستقیم سرحد لري چي هغه بیا په خپله په مستقیم ډول له روسیې او کالیننگراد له سیمي سره هم سرحده دي.

Ukraines Präsident Wolodymyr Selenskyj
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکی د خپل هیواد له پاره کلکه مبترزه کويانځور: Vadim Ghirda/AP/dpa/picture alliance

زیلنسکي د لا قوي دافع هوا غوښتنه کوي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د دوشنبې په ورځ پر خپل ټاټوبي کریوی ریح باندي د روسې تر وژونکي راکټي برید وروسته، د اوکراین له پاره د لازیاتي قوي دافع هوا او پر روسیې باندي د لاسختو بندیزونو د وضع کولو غوښتنه کړې ده. نوموړي په خپلي ورځنۍ ویډیویی وینا کي وویل: «موږ باید  له خپلو متحدینو سره په گډه داسي شرایط رامنځته کړو چي د روسیې له خوا ترهگري ناممکنه کړو.»

GP/NZ/DW.Online