د اوکراین ټاکنې لا وختې غیر شفافه بلل شوې دي
۱۳۹۱ آبان ۶, شنبهپه لومړي سر کي ټاکنې داسې پریښې لکه چې هغه په يوه ديموکرتيک نظام کي تر سره کيږي. د څه نا څه ۲۰ ګوندونو په منځ کي ټاکنیزې مبارزې جریان لري او اپوزيسون قوي او بريالی معلوميږي.
جمهور رئيس ويکتور يانوکوويچ، وايي چي په اوکراين کي به د يکشنبې د ورځې ټاکنې شفافه او دموکرتيکه وي. د روسيې په څیر يانوکوويچ هم د دې اجازه ورکړې ده چي په ټولو ټاکنیزو حوزو کي کمرې نصبې سي، چي ټاکنې په شفافه او روښانه توگه جریان پیدا کړي.
خو په عمل کي بيا خبره داسې نه ده. په اروپا کي د امنيتي مسايلو او ګډ کار د سازمان (OSZE) څارونکو تر ۲۰۰۴ کال وروسته د لومړي ځل له پاره دغه ټاکنې غير ديموکرتيک او غير حقيقي بللي دي او هغه یې «غیر حقیقي او غیر دموکراتیک» درجه بندي کړي دي.
(OSZE) اوکراین ته ۶۳۵ څارونکي استولي دي. تر دې مخکې دې سازمان هیڅ کله هم اوکراین ته دومره څارونکي نه ول استولي. په دې ترتیب سره نو ټول ټال ۳۸۰۰ بهرني څارونکي د ټاکنو بهیر څاري.
دغو ټاکنو ځکه د ډیرو کسانو پام ځان ته اړولی دی چي په ۲۰۱۰ کال کي د ويکتور يانوکوويچ تر جمهور رئيس کيدو وروسته اوکراين د يوه مطلق العنان او استبداي دولت په لور روان دی. د اوکراین اپوزیسیون په همدې نظر دی.
ځيني کارپوهان او سازمانونه لکه اروپايي ټولنه د اوکراين د وضعې په اړه اندیښنه لري. دا په داسې حال کې ده چې د شوریې د اتحاد تر ړنگیدو وروسته اوکراین ته د دموکراسي د یوې بیلگې په توگه کتل کیدل.
د اپوزیسیون مشران په زندان کې دي
د اوکراين ټاکنې به د اپوزيسون له مشرې يوليا تيموشينکو، پرته تر سره شي. هغه له يوه کال راهيسې بندي ده. د کيف يوې محکمې تیموشینکو له روسيې سره د ګازو د يوه قرارداد په امضأ کولو کي له مقام څخه د سؤ استفادې په تور په اوو کلونو بند محکومه کړې ده. خو دغه محکمه تر نړیوالو نیوکو لاندې راغلې ده.
پر تیموشینکو سربیره نور مخالفين لکه د هغې د وخت د کورنیو چارو وزیر يوري لوڅينکو، هم بندیان دي. د اروپا د پارلمان یو شمیر وکيلان همدا اوس لا د اوکراين پر پارلماني ټاکنو باندي شک لري. ځکه هغوی وایي چي د حکومت وتلي مخالفین نه شي کولای چې خپل ځانونه په دې ټاکونو کې ونوموي.