1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراین د غلو دانو صادرات « د غربي سیاست په ګرو کې»

۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبه

روسیه تېره میاشت له اوکراین سره د تورې بحیرې د غلو دانو د صادراتو له تړون څخه ووت. له هغه وخته راوروسته اوکراین نه شي کولای خپل محصولات له دې مسیر څخه صادر کړي.

https://p.dw.com/p/4Uzm3
Ukraine Krieg | Drohnenangriff Odessa
انځور: Ukrainian Armed Forces/REUTERS

روسیه تېره میاشت له اوکراین سره د تورې بحیرې د غلو دانو د صادراتو له تړون څخه ووت. له هغه وخته راوروسته اوکراین نه شي کولای خپل محصولات له دې مسیر څخه صادر کړي. پر دې سربېره، کرملین په زیاته کچه د اوکراین زیربناوې، ګودامونه او د غلو دانو سوداګریز مرکزونه بمباري کوي. خو د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي چې د یاد تړون بيا نوي کول د لويديځ په سياست پورې اړه لري.

هغه په ​​انقره کې د سفیرانو یوې غونډې ته وویل چې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو په اړه د تړون بیا پیلول په دې پورې اړه لري چې «لویدیځ پر خپلو ژمنو عمل وکړي.» اردوغان په لوېديځ تور ولګاوه چې داسې اقدامات یژ نه دي ترسره کړي چې (د دې هوکړې پر بنسټ)په تور سمندر کې داسې امکان رامنځته کړي چې دا فضا مثبت لوري ته واړوي او وروسته په یوه تلپاتي سوله یز تړون بدل شي. 

د ترکیې ولسمشر خبرداری ورکړ: « تور سمندر ته د جګړې خپرېدل به زموږ د سیمې لپاره یو ناورین وي.» هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خپلې وروستۍ ټلیفوني خبرې ته په اشارې سره زیاته کړه، په هر حال کولای شو یوه «حل لاره» ومومو، او ټینګار یې وکړ چې لویدیځ باید «د روسیې غوښتنو ته پام وکړي.»

د اردوغان اشاره د روسیې د کرنیزو محصولاتو او کیمیاوي سرې پر صادراتو د لویدیځ بندیزونو ته ده. د کرملین یوه مهمه غوښتنه د دغو بندیزونو لرې کول دي.

د غلو دانو یو تړون چې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب تېر کال لاسلیک شو، اوکراین ته اجازه ورکوله چې له جګړې سره سره له تورې بحیرې څخه خپل حصولات ولېږدوي. د دې هوکړې په پلي کېدو سره د اوکرایین له بندرونو څخه شاوخوا ۳۳ میلیونه ټنه غلې صادرې شوې. اوس اوکراین غواړي خپل غله د کرواسي له لارې صادر کړي.

انقرې د اوکراین د جګړې پر مهال له روسیې او اوکراین سره دوستانه اړیکې ساتلې دي. که له یوې خوا ترکیه اوکراین ته وسلې ورکوي خو له بلې خوا پر روسیې د لویدیځ له بندیزونو ملاتړ نه کوي.