1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين کړکيچ: آیا بايدن او پوتين به سره وګوري؟

۱۴۰۰ اسفند ۲, دوشنبه

د اوکراين په موضوع کې ښايي ديپلوماتيکې هلې ځلې نتيجه ورکړي. د روسيې او امريکا له ولسمشرانو سره تر تليفوني تماس وروسته د فرانسې جمهور رئيس د يوې سرمشریزې وړاندیز کړی دی.

https://p.dw.com/p/47KiJ
Kombobild Joe Biden und Wladimir Putin
انځور: AFP

آيا د روسیې جمهور رئيس ولاديمير پوتين او د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن به په رښتيا سره وګوري؟ په پاريس کې د اليزې ماڼۍ له خوا د ورکړل شويو معلوماتو په حواله دواړو مشرانو د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون له خوا وړاندیز شوې يوې سرمشریزه کې ګډون اصولاً منلی دی.

خو په دې تړاو د فرانسې د حکومت له خوا لومړی محدوديت دا په ګوته شوی دی چې دا ملاقات په هغه صورت کې «ترسره کيدلی شي چې روسيه اوکراين ته داخله نه شي.« زياته شوې چې دا غونډه بايد د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو انتوني بلينکن او سرګې لاوروف له خوا تنظیم شي چې د پنجشنبې په ورځ سره ګوري.

د يوې بلې اونۍ د پيلوماسۍ په هيله

د فرانسې ولسمشر د اوکراين کړکېچ د حل په موخه د ديپلوماتیکو هلو ځلو په ترڅ کې د يکشنبې په ورځ له ولسمشر پوتين سره دوه ځلي په مجموعي توګه درې ساعته خبرې وکړې. دواړو د اوکراين په ختیځ کې د اوربند پر لور د ګامونو او د ديپلوماسۍ د لارو چارو په اړه تاوده بحثونه درلودل.

مکرون همدا راز د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ او د بريتانيا له لومړي وزير بورس جانسن سره هم تلیفوني خبرې وکړې. د بریتانيا د لومړي وزير د دفتر له خوا ويل شوي: «صدراعظم او ولسمشر سره همنظره ول چې راتلونکې اونۍ به د ديپلوماتيکي هلو ځلو له پلوه پريکړنده وي.»

 Russland Frankreich Putin und Macron
مکرون او پوتين کابو درې ساعته خبرې اترې وکړېانځور: MIKHAIL KLIMENTYEV/SPUTNIK/AFP via Getty Images

مکرون او جانسن دواړه په خپلو اعلاميو کې پر دې سره يو دي چې پوتين بايد له اوکراين سره پر پوله له پرتو سيمو خپلو ځواکونه وباسي او تهديد ته د پای ټکی کيږدي.

د لوېديځ د معلوماتو په حواله روسیې د اوکراين سرحد ته  څیرمه کابو ۱۵۰ زره پوځيان راټول کړي دي، خو روسيه دا خبره ردوي چې ګني پر ګاونډي هيواد اوکراين د بريد پلان لري.

اروپايي ټولنې د حساسو بندیزونو ګواښ کړی

د ديپلوماتيکي هلو ځلو ترڅنګ روسیې ته دا اخطارونه هم ورکول کيږي چې پر اوکراین به بريد پایلې ولري. د اروپايي ټولنې د کمېسيون مشرې اورزولا فون ډېرلاین د روسیې پر وړاندې په نظر کې نيول شوي بندیزونه يو څه مشخص کړي او يو ځل یې بيا دغه هيواد ته د پراخو اقتصادي پایلو څخه خبرداری ورکړی دی.

نوموړې د يکشنبې شپه د يوې تلویزيوني خپرونې په ترڅ کې وويل چې د اروپايي ټولنې او امريکا له خوا په نظر کې نيول شوي مالي بندیزونه داسې طرحه شوي چې «روسیه په اصل کې له نړيوالو مالي بازارونو څخه جلا کړي.»

هغې زياته کړه چې اقتصادي بندیزونه به «هغو توکو ته متوجې وې چې روسيه ورته په عاجله توګه اړتيا لري څو پرې خپل اقتصاد عصري او متنوع کړې. دا هغه توکي دي چې موږ یې توليدو او په دغو برخو کې په ټوله نړۍ کې مخکښ يو چې روسیه یې په اصل کې هيڅ بديل نه شي موندلی.»

خو فون دېر لاین بيا له دې خبرې سره مخالفت وښود چې بندیزونه دي سر له اوسه وضع شي لکه اوکراين چې یې وروستي وضعيت ته په کتو سره غوښتنه کوي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtre)