1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين جګړه او د خوراکي توکو د بيو لوړېدل

۱۴۰۱ فروردین ۱۳, شنبه

د سعودي عربستان، مصر، سوريې او متحده عربي اماراتو په څېر هېوادونو د شنبې په ورځ د روژې پيل اعلان کړی دی. خو سږکال د خوراکي توکو بيې خورا لوړې دي. ولې؟

https://p.dw.com/p/49N5s
Ukraine Krieg -  Folgen für die Nahrungsmittelindustrie Muslime Ramadan Preise Getreide Brot
انځور: KHALED DESOUKI/AFP

د روژې په سپېڅلې مياشت کې مسلمانان له لمر ختو څخه تر لمر لوېدو پورې روژه نيسي چې د رمضان دغه مياشت همدا نن (د ۲۰۲۲ کال د اپريل په ۲مه) پيل شوې ده. خو د اوکراين د تودې جګړې له کبله د انرژۍ او خوراکي توکو بيې په ټوله اسلامي نړۍ کې لوړې شوې دي په داسې حال کې چې په دغه مياشت کې خلک په خپلو فاميلونو کې د روژه ماتي او ګډ خوراک له پاره سره راټوليږي.

په داسې حال کې چې په تیرو دوو کلونو کې د کرونا پاندمي د خلکو تګ راتګ ستونزمن کړی وو، خلکو هیله لرله چې د تیرو دوو کلونو په پرتله به سږ کال آرامه وي. د دې پرځای اوس د اوکراین او روسیې د جګړې له کبله ډېری خلک بنيادي او د اړتيا وړ خوراکي توکي هم د لوړو بيو له کبله نه شي ترلاسه کولی. د سعودي عربستان له خوا د مياشتې د ليدو او د روژې د پيل خبر د سعودي ټي وي په نوم د دغه شاهي نظام په دولتي چېنل کې خپور شو. د ابو ظبۍ وليعهد، شيخ محمد بن زايد النهيان، هم مسلمانانو ته د رمضان په شروع کېدو سره مبارکي وويله. نوموړي په ټويټر کې لیکلي چې »موږ دعا کوو چې الله زموږ هېواد ته او پر نورو خلکو خپلو پيرزوينو او رحم عطا کولو ته دوام ورکړي.«

د خوراکي توکو د بیو لوړیدل

په بيروت کې بيا ډېرو ځايي اوسېدونکو د خوراکي توکو لوړو بيو په ليدلو سره حیرانتيا ښکاره کړې ده. دغه بيې تېره مياشت د روسيې له خوا پر اوکراين د يرغل راهيسې نورې هم لوړې شوې دي.

لبنان په ورته وخت کې د دوو کلونو راهيسې له يو سخت اقتصادي بحران سره هم مخامخ دی. د دغه هېواد کرنسي يا پولي واحد سقوط کړی او منځنی قشر يې هم بې وزله شوی دی. د مديترانې سيمې دغه کوچنی هېواد همداراز د برېښنا، تېلو او دارو درملو په برخه کې له قلت سره مخامخ دی. محی الدين بزازو چې په بيروت کې د خوراکي توکو يو دوکان لري، وايي چې »سږ کال د نورو کلونو په څېر نه دی. ځکه چې ډېر خلک حتی بریښنا نه لري څو توکي رانیسي، ويې ساتي او د روژې پر مهال يې ځان ته پاخه کړي.«

BG Vorbereitungen Ramadan
په افغانستان کې هم د خوراکي توکو بيې ډېرې لوړې ديانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د نوموړي په دوکان کې هم ډېرې آلمارۍ تشې پاتې دي. د هغه په خبره اوړه هيڅ نه پيدا کيږي او دی مجبور دی چې د ډېرو پيسو په بدل کې يې په تور بازار کې وپېري.

د لبنان د شيعه ګانو په منځ کې ځينې کسان د ايران او عراق په څېر يوه ورځ وروسته يعنې د يکشنبې په ورځ روژه نيسي. اردن چې ډېری سني مذهبه هېواد دی، هم ويلي دي چې د يکشنبې په ورځ به روژه پيل کړي څو له سعودي عربستان څخه فاصله ونيسي. د اردن د پېترا په نوم خبري آژانس وويل چې د دغه هېواد ديني ادارې د روژې مياشت ونه ليدله او په دې سره يې يوې ورځې ځنډ ته اشاره وکړه. 

په افغانستان کې چې طالبان پکې اوس د تېر اګست راهيسې په قدرت کې دي، د شنبې ورځ بیا د روژې لومړۍ ورځ اعلان شوې ده. د طالبانو سترې محکمې د سپوږمۍ په لیدو تر سعودي عربستان وروسته اعلان وکړ چې د شنبې ورځ به د روژې لومړۍ ورځ وي. دغه خبره د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد په يوه ټويټ کې هم کړې ده.

پاکستان چې سني مذهبه مسلمانان پکې اکثريت تشکيلوي، همدا راز نن د شنبې په ورځ د روژې مياشت شروع کوي. د روسيې له خوا پر اوکراين له يرغل سره سم، د منځني ختيځ په ميليونو وګړي چې ژوند يې د بېلابېلو شخړو له کبله هسې هم تريخ وو او کوم چې له بې ځايه کېدو او بې وزلۍ سره مخامخ ول، اوس دې ته حيران دي چې روژه ماتي ته به څه خوري. دغه سيمه له افغانستان څخه شروع کيږي او د لبنان، عراق او سوريې له لارې تر يمن پورې غځيږي.  

آ./ن.ص./خ.ح.