د اولس مشر زرداري لومړۍ وينا:سياسي استحکام او نوې هيلې
۱۳۸۷ شهریور ۱۸, دوشنبهکله چي زرداري د پاکستان اولس مشر وټاکل سو نو د نړۍ والو غبرګونونه مثبت وه. زرداري ته د واشنګټن او بروکسل څخه د مبارکۍ پېغامونه ورسېدل. د امريکا د بهرنيو چارو وزيري کونډوليسا رايس ويلي دي چي د نوي پاکستاني اولس مشر سره نوي لاري پرانستل سوي دي. د اروپايي کميسيون ريس خوسې مانوېل باروسو بيا ويلي دي، چي زرداري بايد د پاکستان هغه ننګونو ته ځواب ووايي چي د اقتصاد او امنيت سره تړلي ننګوني دي.
د پاکستاني کارپوهانو په آند هم اقتصاد او امنيت د پاکستان ستري ستونزې دي. پاکستاني کارپوهان دا هيله هم لري چي بايد په پاکستان کي سياسي عدم استحکام پای ته ورسيږي. د پاکستان د حزب اختلاف د مسلم ليګ نواز ګوند يو غړی اياز امين پدې هکله وايي: وخت به وښيي چي نوموړی به څه ډول اولس مشر وي. ګورو به چي ايا دی په سياسي ډګر کي آرامي منځ ته راوړي او که به بيا په پنجاب او نورو سيمو کي شخړي رامنځ ته سي.
د شنبې په ورځ زرداري د پارلمان د غړو لخوا په لوی اکثريت د اولس مشرۍ په ټاکنو کي بريالی سوی و. که د پاکستان اولس په مستقيمه توګه خپل اولس مشر ټاکلای نو ښايي زرداري نه وای بريالی سوی. ولي چي اوسنی اولس مشر او پخوانی تجار آصف علي زرداري ته د يوه رشوت خور او ناوړه کس په توګه کتل کيږي. دغه د بد نوم زرداري ته هغه وخت ور په برخه سو، کله چي دی د بې نظير بوټو په حکومت کي وزير و.
دا چي د روان مېلادي کال په پېل کي د پيپلز ګوند د پارلمان په ټاکنو کي دومره زياتي رايې وګټلې وجه يې د بې نظير بوټو وژنه وه. ولي چي د بې نظير بوټو د مرګ وروسته په اولس کي د پيپلز ګوند په وړاندي زيات زړسوی رامنځ ته سوی و. داچي زرداري په څه ډول پخوانی اولس مشر مشرف و استعفی ته اړ کړی، او په څه ډول يې د خپل لوی حريف نواز شريف څخه ځان خلاص کړی، د زرداري په ښه سياسي وړتيا دلالت کوي.
کوم پاڅون چي د پاکستان په سويل لوېديځ کي رامنځ ته سوی دی، نه يوازي په پاکستان کي بلکه په افغانستان کي هم د ناقرارۍ سبب ګرځي. زيات پاکستانيان دغه خبري اندېښمن کړيدي چي امريکايي فوځ د پاکستان د پولو دننه پروسله والو بريدونه تر سره کوي. پدې تړاو د پاکستان د حزب اختلاف ويان احسان اقبال وايي چي: د پاکستان پر پولو تېری کول نه يوازي دا چي د توندلارو د ملاتړو شمېر زياتوي بلکه په اولس کي هم کرکه رامنځ ته کوي.
پداسي حال کي چي پاکستان د لوېديځ يو مهم ملګری دی، زرداري غواړي چي د امريکا او لوېديځ په وړاندي د پروېزمشرف وسياست ته دوام ورکړي. له بلې خوا به زرداري کوښښ ووکړي چي هغه واک چي پخواني اولس مشر درلودی، دی هم ولري. د بېلګي په توګه د پخواني اولس مشر دا حق درلودی چي پارلمان ړنګ کړي. دا چي نوی اولس مشر زرداري به په قانون کي د بدلون د لاري خپل واک کم کړي، پر دې خبرې اميد هيڅوک نه لري. زرداري هيڅ لېوالتيا نه لري چي هغه واک چي تازه يې لاس ته ورغلی کم کړي.