اسلو: د همجنسبازانو پر کلوب تورن حمله کونکی ایرانی الاصله دی
۱۴۰۱ تیر ۴, شنبهد اوسلو پولیس د شنبې ورځ په سهار په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې په دغه ښار کې د همجنسبازانو پر یوه کلوب باندې نیول شوی تورن حمله کونکی یو ۴۹ کلن ایراني الاصله نارويژی دی.
په دغې حمله کې چې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. د ناروې پولیس وايي چې نیول شوی حمله کوونکی د دغه هیواد پولیسو او د داخلي امنیت سازمان له پاره يوه پيژندل شوی کس وو.
دوی په دې باور دی چې تورن کس دغه حمله په یوازې سره کړې خو د ملګرو د لاس لرلو د احتمال په هکله ېې هم څيړنه کوي.
د ناروې پولیسو دا یوه تروريستي حمله ښودلې ده. حمله داسې وخت شوې چې نن شنبه په اوسلو ښار کې د همجنسبازانو کلنۍ پريت ترسره کیده. دغه جشن چې په پام کې وو د شنبې په ورځ له غرمې مخکې ترسره شي، هم لغوه شوی دی.
د پولیسو په اعلاميه کې راغلي دي چې د همجنسبازانو پر کلوب باندې حمله، د شنبې ورځې په لومړي وخت يعنې شاوخوا يوه بجه شوې ده. د یو بل خبر له مخې حمله د لندن پب په نوم کلب باندې شوې کوم چې په اوسلو ښار کې د همجنسبازانو تر ټولو مشهور کلوب ياديږي.
آ./م.ک.ص./ا.ا.