د اورګاډي د لیکې له جوړلو څخه د تاجکستان پرشاتګ
۱۳۹۷ مهر ۱, یکشنبهد تاجکستان سفير ویلي دي چې دغه طرحه د اربکستان او تاجکستان د اړیکو د ښه کیدو له امله عملي نه ده. مخکې تر دې د دواړو هیوادونو اړیکي خړې پړې شوې وې. خو د هغه په خبره اوس له ترکمستان سره د وصل کیدو له پاره د افغانستان له خاورې څخه تیریدو ته اړتیا نشته.
د دغې اوسپنیزې پټلۍ یوه برخه د ترکمنستان هیواد له خوا جوړه شوې او د افغانستان خاورې دننه پورې یې امتداد پیدا کړی چې په ۲۰۱۶ م کال کې افتتاح شوی دی.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په رسمي ډول یې د تاجکستان چارواکو ته اطلاع ورکړې ده چې د دې بیانیې مطلب یې سم درک کړی نه دی.
د پخواني شوروي اتحاد دغه(ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان) هیوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري.
د دغه اوسپنیزه پټلۍ په ۲۰۱۶ م کال کې په افغانستان کې افتتاح شوې وه. ترکمنستان هیله درلوده چې دغه ۸۸ کیلومتره اوسپنیزه پټلۍ به د تاجکستان له ختیځ څخه قرغیزستان او وروسته چين ته وغځیږي.