1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوبو او لمريزي برېښنا پراخولو پر لور اوږده لار

۱۴۰۱ دی ۵, دوشنبه

د آلمان د اقتصاد او چاپيريال ساتني وزير رابرت هابيک،وايې چې په هېواد کي د اوبو او لمريزي بريښنا په برخه کې پرمختگ شوی خو د پراختيا له پاره يې واټن لري دی.

https://p.dw.com/p/4LR2x
بلجیم | په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د انرژۍ د وزیرانو غونډه
انځور: Olivier Matthys/AP Photo/picture alliance

د آلمان د اقتصاد او چاپيريال ساتنې وزیر رابرت هابیک په آلمان کې د اوبو او لمريزي برېښنا د پراختیا په برخه کې پرمختګ ویني -  خو په ورته وخت کي د ده په اند لاهم اوږده لاره پاتې ده. د زرغون گوند دغه سیاستوال په برلین کې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي، چې سږ کال وښودله چې په رېښتیا هم پرمختګ شوی دی، خو له بشپړولو څخه يې لا ليري يوو. د آلمان حکومت هدف دا دی چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې د برېښنا مصرف کې د نوي کیدونکي انرژي څخه تولید شوي برېښنا برخه ۸۰ سلنې ته لوړه کړي.