1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انرژۍ آژانس په بحران کي چانسونه هم ویني

۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبه

د بین المللي اټومي انرژۍ آژانس،IEA د انرژۍ په انتقال او تغیر کي چانسونه هم ویني.

https://p.dw.com/p/4Ik0w
Symbolbild | Energiekrise in Deutschland
انځور: Ina Fassbender/AFP/Getty Images

په پاریس کي ددغه آژانس په کلني رپوټ کي راغلي دي، چي پر اوکراین باندي د روسیې حملې او جنګ په دلیل رامنځته سوی د انرژۍ بحران د ډیرو دولتونو هغه کوښښونه تقویه کوي، کوم چي غواړي د انرژۍ په جوړښت کي تغیر راولي او سرعت وروبخښي. 
د همدغه رپوټ پر اساس ددغو پلانونو مطابق کیدلای سي تر ۲۰۳۰م کال پوري د پاکي او نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کي پانګه اچونه ۵۰ فیصدو ته لوړه سي. خو پردې سربیره د انرژۍ د اژانس په خبره تر ۲۱۰۰ م کال پوري د ۲،۵ درجې سانتي ګراد حرارت د لوړیدو مخنیوی ممکنه نه دی.