د انرژئ د بحران پر ضد د ایټالویانو سره ۳۰ ملیارډه یورو مرسته
۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبهاعلان
صدراعظمې، جورجا میلوني پرون جمعه ماښام په روم کي وویل، چي حکومت به یې د برق او گازو د بیو لوړیدو ته په کتو سره ۳۰ ملیارډه یورو په اختیار کي ورکړي. په خبره یې په همدې خاطر د سږکال تر پایه پوري ۹،۵ ملیارډه په نظر کي نیول سوي او د راتلونکي کال په بودجه کي به ۲۱ ملیارډه یورو نوري هم پلان کړي.
حکومت به پدې خاطر نور پورونه هم واخلي او اټکل کوي، چي په راتلونکي کال کي به په ملي داخلي ناخالصو عوایدو کي ۴،۵ فیصده کسر رامنځته سي.