1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رتنو مرسودي له حنا رباني سره د افغانستان پر موضوعاتو غږیدلې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي دي چې په دوحه کې یې د ملګرو ملتونو غونډې په څنډه کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت له وزیرې حنا رباني او د افغانستان له پاره د بریتانیا د یوه ځانګړي استازي سره لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/4Qn2R
Indonesien Jakarta | Mike Pompeo trifft Joko Widodo: PK nach Treffen mit Retno Marsudi
انځور: Muchlis Jr-Biro Pers Sekretariat Presiden

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي دي چې په دوحه کې یې د ملګرو ملتونو غونډې په څنډه کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت له وزیرې حنا رباني او د افغانستان له پاره د بریتانیا د یوه ځانګړي استازي سره لیدلي دي.

اړوند مطلب: افغانانې پاکستانۍ وزیرې ته: موږ مه هېروئ

هغې ویلي دي چې په دې ملاقاتونو کې یې د افغانستان پر موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر رتنو مرسودي د تویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي، چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت وزیرېحنا رباني کهر سره یې په لیدنه کې د افغانستان د وروستیو تحولاتو په هکله خپل یادښتونه پرتله کړي او پر دې سربیره یې د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو مسایلو او په ځانګړي توګه د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت له وزیرې حنا رباني
په بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت له وزیرې حنا ربانيانځور: AP

مرسودي دغه راز ویلي دي، چې د بریتانیې د بهرنیو، مشترک المنافع او پرمختګ د دفتر د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي انډي مک کوبري سره یې ملاقات کړی دی او په افغانستان کې یې د بشر دوستانه مرستو، په ځانګړې توګه د روغتیا او تعلیم سکتور پر اهمیت ټینګار کړی دی.

اړوند مطلب: ګوتریش او استازي د افغانستان د بحرانونو اړوند پر مهمو ټکو غږيږي

د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي غونډه وربلل شوي ده، چې د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پېل او په دوهم به پای ته ورسیږي.

پاکستاني خبریالانو ویلي دي، چې په دوحه کې د افغانستان په تړاو غونډه کې د پاکستان په استازیتوب په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر حنا رباني او د افغانستان له پاره د پاکستان سفارت شارژدافیر عبدالرحمان نظاماني  برخه اخیستي ده.