د انتخاباتو کمیسیون کندهار کې د ټاکنو د ځنډولو وړاندیز کړی
۱۳۹۷ مهر ۲۷, جمعهچارواکو د جمعې په ورځ ویلي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کمیشنرانو وړاندیز کړی چې د کندهار د سترې امنیتي پیښې په پام کې نیولو سره چې پکې د دې ولایت امنیه قوماندان جنرال رازق او یو شمیر نور جګپوړي امنیتي چارواکي ووژل شول، دې په دې ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې وځنډول شي.
د دغه وړاندیز د عملي کیدو له پاره د افغانستان د ملي امنیت شورا پریکړه کوي، خو که چیرته دغه پریکړه عملي شي او په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره نه شي، په دې ترتیب به کندهار تر غزني ولایت وروسته دوهم ولایت شي چې پکې د ولسي جرګې ټاکنې نه ترسره کیږي. د کتونکو په باور که چیرته په جنوبي کندهار ولایت کې ټاکنې ونه شي نو دغه موضوع به د ټاکنو لړۍ تر پوښتنې لاندې راولي.
افغانان به د شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ نیټه د ولسي جرګې له پاره تر درې کلن ځنډ وروسته خپل نوي استازي وټاکي. د ولسي جرګې ټاکنې لا له وړاندې د خراب امنیت او احتمالي درغلیو له تهدید سره مخ دي. د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې د هلمند ولایت د استازي عبدالجبار قهرمان سربیره ۱۰ تنه نوماندان په ترهګریزو پیښو او هدفي وژنو کې وژل شوي دي.
په عین حال کې طالبانو د ټاکنو په ورځ د سړکونو د تړلو ګواښونه کړي او له خلکو غواړي چې په دې ټاکنو کې برخه وانه خلي. دغې ډلې تر دې وړاندې د افغانستان له ټولو ښوونکو او زده کونکو هم غوښتي وو چې په ټاکنو کې برخه وانه خلي او د دې اجازه ورنکړي چې د دوی ښوونځي د ټاکنو د مرکزونو په توګه وکارول شي.
د افغانستان حکومت بیا له خلکو غوښتي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او د دې لړۍ د خوندیتوب له پاره یې له ۵۰ زره ډیر امنیتي سرتیري ګمارلي دي.