د امن نړيوالې جرگې د افغانستان پر موضوع بحث کړی
۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۰, سهشنبهاعلان
د نوموړي هېواد د بهرنيو چارو وزيرې ميرمن کوندوليزا رايس ويلي دي، حملې وښودله چې افغانستان مصمم دښمنان لري، کوم چې په هغه هېواد کې د دموکراسۍ او پرمختگ په لاره کې خنډ اچوي.
په نيويارک کې د امن نړيوالې جرگې وغوښتل، چې بايد ترهگرانو ته پيسې ورکوونکي او نور مل کسان عدالت ته وسپارل شي. جرگې دا هم زياته کړې، چې هېڅ ډول خونړي کوششونه به افغانستان د دموکراسۍ او صلحې له لارې څخه راونه گرزولی شي.