د امریکا په مشري ائتلاف په سوریې کې په جنګي جنایتونو تورن شو
۱۳۹۷ خرداد ۱۵, سهشنبهد بخښنې نړيوال سازمان په سوريه کې د داعش په پاخه سنگر رقه کې د امريکا په مشري د ائتلاف له خوا د ممکنه جنگي جنايتونو د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده. امريکا، برېتانیې او فرانسې د ۲۰۱۷م کال د جون د شپږمې او اکتوبر د دولسمې نيټې ترمنځ موده کې پر رقه په زرونه هوايي بريدونه ترسره کړي ول. د بخښنې نړیوال سازمان په حواله له دغو بریدونو له ډلې څخه تر ۹۰ سلنه زيات یې د امريکايي ځواکونو له خوا شوي دي.
ائتلافي ځواکونو د هوايي او درنو وسلو له بريدونو سره د کردانو په مشرۍ د سوریې د ديموکراتيکو ځواکونو (SDF) له ځمکنيو عملياتو سره مرسته کوله. دغه ځواکونه د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې له رقه څخه د داعش په شړلو بريالي شول.
د بخښنې د نړیوال سازمان د منځني ختيځ کارپوهه الياس ساليبا، وايي: «د امريکا په مشري د ائتلاف هوايي بريدونو د سونو انسانانو ژوند اخيستی او په زرهاو نور یې ټپيان کړي دي.»
له نړيوالو بشري حقونو څخه سرغړونه
ساليبا ټينگار کوي: «د قربانيانو لوړ شمير او د ښار سخت ويجاړيدل سړی په شک کې اچوي چې د امريکا په مشري پوځونو دې د ملکيانو خونديتوب په نظر کې نيولی وي.»
نوموړي امريکايي پوځ په دې گڼ ميشتي ښار کې د غير دقيقو وسلو په کارولو تورن کړ. ده زياته کړه چې د دې ډول وسلو کارول د نړيوالو اصولو څخه سرغړونه ده. د دغه اصولو په حواله په جگړه کې ښکيلې خواوې بايد د ملکيانو خونديتوب په نظر کې ونيسي.
د بخښنې نړیوال سازمان د «تباهۍ د جگړې» په نامه خپل دا رپوټ د ۲۰۱۷م کال د جون په شپږم نيټه پر رقه ښار د تهاجمي عملياتو د پيل د لومړۍ کلیزې په مناسبت خپور کړې دی. د فرات پر غاړه په پروت دې ښار کې څو مياشتې سخته جگړه وشوه.
خپلواکې پلټنې؟
د بخښنې نړیوال سازمان د داعش پر ضد له ائتلاف څخه د خپلواکو پلټنو د ترسره کولو او اغيزمنو ته د مناسب جبران د امکاناتو د برابرولو غوښتنه کوي.
له دې سازمان څخه الياس ساليبا غوښتنه کوي چې آلمان بايد د دې زمينه برابره کړي چې د دغه هيواد د اکتشافي الوتکو له لارې اخيستل شوي انځورونه او ويديوگانې په ائتلاف کې شريکو هغو هيوادونو ته وسپاري چې د ملکيانو پر ضد په دې زور زياتي کې شامل نه ول.
د بخښنې د نړيوال سازمان همکارانو د ۲۰۱۸م کال په فيبروري میاشت کې په سيمه کې له ۱۱۲ شاهدانو او له هغو کسانو سره خبرې کړي چې د دغه بريدونو ژوندي وتلي ول. دوی په رقه کې هغو ۴۲ سيمو ته هم تللي ول چې د هاوان، توغنديو او هوايي بريدونو ښکار شوي وې.
د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د هيواد زياتره برخې له ياغيانو څخه بيرته نيولي دي. يوازې په ډيرو کمو سيمو کې ياغيان او يا ځينې ترهگرې ډلې پاتې دي. خو داسې انگيرل کيږي چې د داعش جنگيالي په کابو بشپړه توگه شړل شوي دي.
خو د «منصفانه حل» په نامه دې تهاجمي عملياتو يوه وياند د بخښنې نړیوال سازمان دغه تورونه رد کړي دي. هغه وويل چې دوی د وسلو او هدفونو په انتخاب کې ډير دقيق دي او دغه ائتلاف د ملکيانو د خونديتوب له پاره ډيرې هلې ځلې کوي.
bs/ms (epd,afp,dpa,kann)
زموږ له آرشيف څخه: