1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر بندیزونو سربیره اروپا له ایران سره معاملې پیل کړې

۱۳۹۹ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

اروپا اوایران تر څو میاشتو ځنډ وروسته د انسټکس په نامه اسعارو مبادله پیل کړه، چي د امریکا پر تعزیراتو سربیره له دغه هیواد سره حداقل تجارتي معامله تر سره کیدلای سي. اوس به نو ایران ته لومړني طبي سامان آلات صادر سي.

https://p.dw.com/p/3aFok
Banknoten Euro, Dollar und Rial
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenar

د جرمني خارجه وزارت نن سه شنبه )د مارچ میاشتي ۳۱ مه (په برلین کي د فرانسې او بریتانيا په نمایندګۍ هم خبر ورکړ، چي د انسټکس په نامه اسعارو لومړۍ معاملې په جریان کي به له اروپا څخه د طبي سامان الاتو صادرات ممکن سي. وزارت ویلي دي، چي دغه سامان الات اوس ایران ته رسیدلي هم دي.

وزارت همدارنګه وویل چي »تر هغه وروسته چي لومړۍ معامله تر سره سوه، اوس به انسټکس د ایران له ائینه سازمان سره پر نورو معاملاتو باندي کار وکړي او د کار طرزالعمل ته به نور هم انکشاف ورکړي.

اروپایانو انسټکس ددې له پاره تأسیس کړ، تر څو هغه شرکتونه له امریکايي تعزیراتو څخه وساتي، چي امریکا له ایران سره د اټومي تړون څخه تر یو طرفه وتلو وروسته وضع کړي دي. په دغو تعزیراتو کي خارجي شرکتونه هم شامل دي.

د انسټکس په نامه اسعارو مبادلې آژانس جوړیدلو هدف دا دی، چي له ایران سره معاملې، لږ تر لږه تر یوه حده پوري وساتل سي او په دې ډول له دغه هیواد سره اټومي معامله وژغورل سي.

د انسټکس له لاري به په اوله مرحله کي ایران ته یوازي بشري لازم اشیأ او مالونه ولیږل سي. وروسته به نور محصولات هم صادر سي. انسټکس اصلاً باید د تیرعیسوي کال په دوبي کي لا په فعالیت شروع کړې وای.