د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته رسېدلی
۱۳۹۵ تیر ۲۲, سهشنبهپتېيل شوې ده چې کارتر به له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه وي رییس عبدالله عبدالله سره وویني. پر دې سربیره به هغه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له قوماندان جنرال جان نیکولسن سره هم خبري وکړي.
تر دې مخکې کارتر په عراق کې وو چېرې چې هغه اعلان وکړي چې هیواد به یې په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې عراق ته ۵۶۰ اضافي سرتیري ولېږي.
ولسمشر بارک اوباما تیره اوونۍ اعلان وکړ چې هغه به په افغانستان د روان کال تر پایه پورې هم ۸۴۰۰ عسکر پرېږدي. په اصل کې پلان شوې وه چې په دې موده کې په افغانستان کې د میشتو عسکرو شمیر ۵۵۰۰ ته راکښته شي. خو د امریکا ولسمشر د افغانستان وضعیت ته په کتو سره خپله پریکړه بدله کړه.
په دې ترتیب سره به ناټو په افغانستان کې خپلې اډې هم وساتي. آلمانیان به په شمال، اټیالیا په لویدیځ، ترکیه په کابل او امریکا متحد ایالات به په ختیځ او سویل کې اډې ولري.
د پخواني پلان له مخې باید د ناټو ځواکونه په کابل او بګرام کې میشت شوي وای، خو د طالبانو د بریدونو له ډیریدو او په افغانستان کې د جګړې توتیدو د دغې پریکړې د عملي کیدو مخه ونیوله.
د امریکا متحدو ایالاتو د پوځ جنرال کورتیز سکاپاروتي، خبریالانو ته ویلي دي چې د افغانستان عملیات د نړیوال امنیت له پاره ډیر مهم دي: «موږ پوهیږو چې هلته د القاعدې او داعش ځینې کړۍ شته. که موږ په دې هیواد کې ناکامه شو نو اغیزه به یې په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندي کمپاین کې ووینو. په هغه صورت کې به د ترهګرۍ پر وړاند جګړه لا ستونزمنه شي.»