د امریکا او طالبانو تر موافقې وروسته د ملکي تلفاتو زیاتیدل
۱۳۹۹ فروردین ۲۷, چهارشنبهد بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدو او د سلګونو طالب بندیانو د آزادولو له هڅو سره هم مهاله، داسې معلومیږي چې طالبانو اوس هم په افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم کړی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل تازه رپوټ کې په دغه هیواد کې د ملکي تلفاتو د زیاتیدو په اړه انديښنه ښودلې ده.
د دغه کمیسیون موندني ښيي چې د فبرورۍ میاشتې له ۲۹ نیټې، یعنې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې موافقتنامې له لاسلیکیدو راهیسې په افغانستان کې ۲۰۲ملکيان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.
د دې رپوټ پر بنسټ په دې موده کې ۸۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې ۸ ښځې او ۸ ماشومان هم شامل دي. د کمیسیون موندنې ښيي چې زیاتره وژل شوي کسان د حکومت د ملکي ادارو کارکونکي، ديني عالمان او قومي مشران دي.
د دغه کمیسیون په حواله طالبانو له یوې نیم میاشتې راهیسې ۳۵ ملکیان یرغمل نيولي دي چې تر اوسه پورې یې برخلیک نه دی معلوم.
کمیسیون زیاتوي چې په افغانستان کې د شاوخوا ۵۰ سلنه ملکي تلفاتو مسئول طالبان دي. د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د رپوټ په یوه برخه کې راغلي دي: »د دغو بریدونو د ۵۰ سلنې عاملین یې طالبان دي، او پاتې موارد یې د داعش ډلې او یا ناپیژندو کسانو له خوا ترسره شوي دي.« طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ملکي وګړو، دولتي ادارو د کارمندانو او ټولو هغو کسانو چې په جګړه کې رول نه لري، وژنه او یرغمل نیونه، د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې او جنګي جنایت بولي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د غیر نظامي وګړو وژنه غندلې ده. کمیسیون د افغانستان په جګړه کې په ځانګړي توګه د طالبانو په ګډون له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غوښتي دي چې د ملکي خلکو له وژنې او یرغمل نیونې څخه دې لاس واخلي.
دویچه ویله: ش.ن/ن.ز