1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات ښايي په اوونیو کې پیل شي

۱۳۹۸ مهر ۲۳, سه‌شنبه

سرچینو ویلي دي چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ خبرې کیدای شي چې په اوونیو کې بیا پیل شي. دغه خبرې اترې په سپتمبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا درول شوې وې.

https://p.dw.com/p/3RId0
Afghanistan | Friedensgespräche mit Taliban
انځور: picture-alliance/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

یوې سرچیني چې د نوم نه خپیریدو په شرط یې خبرې کړي دي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د افغانستان د شخړې د سوله ایزې حل لارې موندلو له پاره به خبرې اترې تر څلورو اوونیو په کم وخت کې پیل شي.

سرچینې زیاته کړې ده چې خبرې اترې به پر هغې نقطې چې ختمې شوې دي، بیرته پیل شي.

دغه څرګندونې د ګلبدین حکمتیار په مشرتوب حزب اسلامي د ګوند د مرستیال له خوا هم تائید شوې دي.

امریکا متحده ایالاتو په میاشتو د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره خبرې اترې وکړې او یوه تړون ته سره ډیر نزدې شوي وو. خبره خو آن دومره پر مخ تللې وه چې د طالبانو یو پلاوی امریکا ته بلل شوی وو چې له ولسمشر دونالد ترمپ سره وویني.

خو ترمپ بیا په ناڅاپي توګه او د تویتر ټولنیزې شبکې له لارې خبرې اترې ودرولې. که امریکا او طالبان یو له بل سره یوه توافق ته رسیدلی وای نو وروسته به د افغانانو تر منځ هم مذاکرات پیل شوي وای.

(ms/nz (dpa