"د امریکايي سلاکارانو شکمن وژونکی يو افغان دئ"
۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبهد کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې د فرانسي خبري آژانس ته ویلي دي: «د پولیسو یو افسر چي د کورنیو چارو د وزارت د استخباراتي څانگي له پاره ئې کار کاوه لا درکه شوی دئ.»
دغه لوړپوړي پوليس د نوم د نه اخيستلو په شرط ويلي دي چي چارواکي د هغه په اړه شکمن دي او د هغه په لټه کي دي.
تيره ورځ د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په دننه کي دوه تنه امريکايي سلاکاران پخپله کوټه کي د نا معلوم کس له خوا په گوليو وويشتل سول.
په افغانستان کي مېشتو ناټو ځواکونو د خپلو دوو سلاکارانو تر وژلو وروسته د افغانستان له ټولو ملکي ادارو څخه خپل منسوبین را وایستل.
په کابل کی ځایي تلویزونونو د خپلو سرچینو په حواله ویلي دي چې دغه کس چي اوس د امریکايي سلاکارانو د وژلو شک ورباندی کيږي ۲۵کلن دئ.
د ځايي رسنيو په حواله دغه کس په پاکستان کې زده کړې کړي دي او په ۲۰۰۷ کال کې ئې د کورنیو چارو په وزارت کي د موټر چلوونکي په توگه دنده پیل کړې وه.
ویل شوي دي چې دغه کسي مخکي تر دې چي لادرکه سي د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت ته ورننوتی وو.
تيره ورځ تر پيښي لږ وروسته په افغانستان کي وسله والو طالبانو د امريکايي سلاکارانو د وژلو پړه پرغاړه واخيستله.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل