د امريکا سرحد ته د رسيدو خطرناکه لاره
د مرکزي امريکا مهاجر امريکا متحدو ايالاتو ته د رسيدو له پاره پر ځان ډيره خطرونه او آن د بشري حقونو څخه سرغړونه مني. د دويچه ويله خبريالې سانه ديرکس، د مکسيکو د کډوالو په يوه کمپ کې د دغو مهاجرو ژوند له نزدې څارلی.
پر لاره
د مرکزي امريکا زياتره مهاجر د بار وړونکو اورګاډو پر سرونو سفر کوي، څو د پولیسو له خوا ونه موندل شي ځکه د کډوالۍ ادارې چارواکي بسونه کنترول او تلاښي کوي. له سرحده تيريدل يوه لويه ننگونه ده. که چيرې قاچاقبر ډيرې پيسې غواړي نو بيا دغه ځوانان د مخدره موادو په قاچاق لاس پورې کوي او هغو بانډونو ته پېسې ورکوي چې سرحد کنترولوي.
ژوند په خطر کې اچول
د روان اورګاډي سر ته ورټوپ کول له خطره خالي نه وي. اليکس گارسيه، چې په اصل کې بزگر دی هغه وخت یې خپله پښه له لاسه ورکړه چې د يوه روان ريل څخه یې د ټوپ وهلو هڅه کوله. اوس هغه د مهاجرو په یوه کمپ کې پروت دی. دا چې تر دې وروسته به چيرته ځي، لا پر دې نه پوهيږي.
تر څار لاندې
ميکل انگل، وايي چې د مهاجرو له پاره په لاره تر ټولو لوی خطر د منظمو جنايتکارو ډلو له خوا د تښتونې دی. د بیلګې په توگه د مکسيکو د «لوس څيتاس» ډله. زياتره مهاجر د همدې امله له ځان سره نه لاسي تليفون او نه هم لیپ ټاپ اخلي. دوی په دې ډول د نيولو په صورت کې د ګواښ خطر کموي.
د خطرناک سفر په ترڅ کې يو څه دمه
مهاجر امریکا ته پر لاره د مکسيکو د ۵۲ موقتي سرپناو څخه چې دغلته ورته «البيرگویس» ويل کيږي په يوه يا بل کې دمه کوي. په اپپزاکو کې دوی کولای شي ۲۴ ساعته په دغه ډول يوه سرپناه کې پاتې شي. خو که کوم مهاجر د کومې جنايي پيښې يا حادثې ښکار شوی وي، نو بيا د زيات وخت له پاره د پاتيدو اجازه لري. دغه سړي (په انځور کې) د زيات وخت له پاره د پاتيدو اجازه لري ځکه دوی په لار کې ټپیان شوي او يا په ډزو لگيدلي.
بل اورګاډي ته انتظار
کله کله مهاجر په ورځو ورځو د اورګاډي د راتلو انتظار کوي. دلمن فلورس او د هغه خپلوان اليخاندرو او ليوس ديراس له څو ساعتونو راهيسې په سره لمر کې ناست دي. دوی د کافي د بيو د راټيټيدو له وجې د خپل هيواد هندوراس پريښودو ته اړ شول.
د ښځو او ماشومانو خونديتوب
ښځې او ماشومان د امريکا سرحد ته د رسيدو له پاره له ريل څخه ډيره کمه استفاده کوي. ځکه د انسان پلورونکو ډلو لاسونو ته د پريوتو او يا د جنسي تیري د ښکار کيدو خطر يي ډير زيات دی. دا ښځه او ماشوم چې په انځور کې ليدل کيږي، خاوند یې ورسره دی. هغه لا مخکې هم ۱۷ وارې پر دې لاره امريکا ته د رسيدو هڅه کړې ده.
مرگ له نزدې ليدل
هيردينا وارگا، ته هغه ورځ ښه په ياد ده چې په اورګاډي کې د يوه ساتونکي له خوا وويشل شو. مرمۍ یې په لاس او مرۍ کې لگيدلې وې. که دا مرمرۍ يو سنتي متر هم هاخوا لگيدلی وای نو دی به ښايي نن ژوندی نه وای. دی اوس په يوه مهاجر کمپ کې تر هغه د پاتيدو اجازه لري چې روغ شي. سربيره پر دې هغه د مکسيکو په خاوره کې د سفر کولو له پاره غوښتنليک هم وړاندې کړی دی. په دې توگه به دی په بس کې د سفر اجازه ولري.
د خوندي سفر له پاره دعا
کاتوليکي کشيش راميرو سانچس، په ۲۰۱۰م کال کې د امريکا سرحد ته څيرمه د دې سرپناه بنسټ کيښود. له ډوډۍ مخکې دلته ټول مهاجر په شریکه دعا کوي. زياتره يې ډير مذهبي دي او پر دې عقيده دي چې د سفر پر وخت یې خدای ساتنه وکړي.
يوازې يو چانس
کله چې مهاجر يو وار له دې کمپه ووځي نو بيرته ورته د ستنيدا اجازه نه لري. دا مقررات د سرپناه د کارکونکو د ساتنې له پاره دي. ځکه دا ويره څرگنديږي چې مهاجر ښايي د انساناني قاچاق کونکو سره په تماس کې شي. د سرپناه يوه کارکونکي سرگيو لونا، دويچه ويله ته وويل: «دا سرپناوې د بشري مرستو له پاره دي، نه د هغو انسانانو له پاره چې غواړي کاروبار وکړي.»
ټولې هڅې بې ځايه ولاړې
د مهاجرو دې ډلې که څه هم وکولای شول د هغه ريل سر ته ورټوپ کړي چې څو ورځې وورسته دلته رسيدلی وو. خو د روانيدو لږ وروسته له تمځايه د وتو سره سم ودريد. مهاجر بايد بيرته خپلې سرپناه ته ستانه شي او خپل قسمت يوه بله ورځ وآزمويي.