1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا راتلونکي انتخابات او د فيسبوک انديښنې

۱۳۹۸ مهر ۷, یکشنبه

د امريکا د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې به نوماندان د ټولو ممکنو وسايلو سره د يو بل پر وړاندې ودريږي. فيسبوک انديښنه لرې چې «بهرني عوامل» به يو ځل بيا هڅه وکړي چې د دغې شبکې له لارې پر انتخاباتو خپل اغيز ولري.

https://p.dw.com/p/3QRo2
Facebook Logo
انځور: picture-alliance/dpa/C. Gateau

فيسبوک له اوسه انديښنه لري چې بهرني عوامل به يو ځل بيا د دغې شبکې له لارې د امريکا متحده ایالاتو پر انتخاباتو د اغيز لرلو په موخه هڅې وکړي.

د دغه امريکايي شرکت د تخنيکي څانګې مشر، مايک شروپفر، آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتاګ» ته ويلي دي: «بهرني عوامل به يو ځل بيا هڅه وکړي تر څو د امريکا د ۲۰۲۰م کال پر انتخاباتو باندې اغيز ولري، خو د عملکرد بڼه به يې د ۲۰۱۶ کال څخه متفاوته وي.»

د فيسبوک ادارې دغه چارواکي زياته کړه چې شرکت به يې د نفرت او کرکې څخه ډګ او دې ته ورته تبليغاتو سره د مقابلې له پاره، له مصنوعي ځيرکتيا څخه کار واخلي. شروپفر په عين حال کې دا هم وويل چې دوی په دې لار کې له يو داسې حريف سره مخ دي چې ښايي د خپلو موخو له پاره يې د مخه نورې مختلفې محاسبې کړي وي.

په خبره يې، په دا ډول يو وضعيت کې په هيڅ صورت کې دا امکان نشته چې د دغه ډول ټولو تبليغاتو کاپيانې دې پيدا کړل شي.

د فيسبوک دغه مدير زياتوي چې دغه ټولنيزه شبکه غواړي په دې هکله چې په انترنيت کې کوم کوم مطالب بايد سانسور شي، هم خپل تصميم اعلان کړي.

مايک شروپفر وويل: «پوښتنه دا ده چې آيا فيسبوک بايد د فرهنګي، اجتماعي او سیاسي مسائيلو په اړه تصميم ونيسي؟ ځواب يې منفي دي.»

هغه وايي دا چې کوم مضمون مناسب او کوم مضمون مناسب نه دی، په اړه یې قضاوت کول بايد ټولنې ته پريښودل شي.

ټولنيزې شبکې په پر له پسې توګه د جعلي او ناسمو خبرونو او معلوماتو د خپرولو له امله تر نيوکو لاندې نيول شوي دي. له فيسبوک څخه د امريکا متحده ايالاتو د ۲۰۱۶م کال ولسمشريزو انتخاباتو پر وخت هم په احتمالي توګه د روسي عواملو له خوا ناوړه استفاده شوې وه.