1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د یوې جنګي امریکایي کیشتۍ ۵۵۰ عسکر پر کرونا اخته شوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۴, یکشنبه

د امريکا د جنګي بيړۍ «روزولت» د ۴۸۰۰ عسکرو له ډلې لس سلنه يې په کرونا ويروس اخته شوي دي. د دغې کشتۍ قوماندان د دې له پاره چې د کرونا ناروغۍ د خپريدو په اړه يې خبرداری ورکړی وو ګوښه شوی دی.

https://p.dw.com/p/3anlQ
USS Theodore Roosevelt an Land zur Quarantäne
انځور: picture-alliance/Newscom/UPI Photo/U.S. Navy/MC Matthew R. White

مشخصه شوې چې په آرام سمندر کې د امريکا د جنګي کشتۍ «يو اس اس تئودور روزولت» ۵۵۰ تنه سرتيري پر کرونا یا کوويد-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي. دغه کشتۍ الوتکې هم ليږدوي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د کشتۍ قوماندان ويلي دي چې د دغۍ کشتۍ نژدې ۳۷۰۰ پرسونل آرام سمندر د ګوام جزيرې په هوټلونو او پوځي قيشلو کې قرنطين شوي دي.

په ياده کشتۍ کې د کرونا ويروس د خپريدو خبره، په ورستيو ورځو کې د يو جنجال د رامنځته کيدو سبب شو چې په نتيجه کې یې قوماندان کپيټان برت کروزير له دندې لرې او د امريکا د سمندري ځواکونو موقتي قوماندان توماس مادلي هم استعفا ورکړه.

کپيټان کرويزیز د مارچ مياشتې په ورستيو کې په يوه ليک کې خپلو لوړپوړو چارواکو ته د روزولت په کشتۍ کې د کرونا ويروس د خپريدو په اړه انديښنه ښکاره کړې وه او ويلی يې وو چې د کشتۍ ۴۸۰۰ عسکر دې وچې ته انتقال کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په خپله امريکا متحده ايالاتو کې هم د کرونا ويروس خپريدا ډيره پرمختللې شوې او پر يو خطرناک وضعیت اوښتی دی. اوس مهال په امريکا کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شمير د نړۍ د ټولو هيوادونو لوړ دی.

د آلمان خبري آژانس په حواله، تر دې وړاندې د نړۍ په سطحه ايټاليا د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډیر قربانیان درلودل، خو اوس امريکا په لومړۍ ځای کې قرار لري.

امريکا شاوخوا ۳۳۰ ميليونه نفوس لري، چې څه باندې ۵۳۰ زره کسان يې په کرونا ويروس اخته شوي دي. دغه شمير د لوړيدو په حال کې دی.