د امريکا او پاکستان د اړيکو د بيرته ښه کولو هڅي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۵, یکشنبهپه کابل کي د متحده ايالاتو د سفارت د وينا له مخه د امنيتي دلايلو له امله د هغه سفرافغانستان ته پټ ساتل سوی ؤ او دا هم نه ده روښانه سوې، چي نومړی به څو ورځي هلته پاته سي.
د آلمان خبري آژانس،dapd ليکي چي ، کيري په لومړي سر کي مزار شريف ته تللی چيري چي د آلماني سرتيرو سرته اډه ده. د هغه د سفر نور جزييات تر اوسه پوري نه دي بربنډ سوي.
په پاکستان کي د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کيدو کابو دوې اونۍ وروسته دا د متحده ايالاتو لوړپوړی سياست وال دی چي له سيمي څخه ليدنه کتنه کوي.
په افغانستان کي د هغه د سفر او له افغان چارواکو سره د هغه د ليدنو کتنو په هکله نور معلومات نه دي ورکړل سوي.
خو د رپوټونو له مخه، کيري پاکستان ته هم ځي ترڅو د هغه هيواد له مشرانو سره چي په خپل هيواد کي د امريکايي کوماندو له خپل سرو عملیاتو څخه په غوسه سوي ، له نژدي وګوري.
د پاکستان پارلمان پرون په يوه ځانکړې غونډه کي پريکړه وکړه ، چي وروسته له دي د متحده ايالاتو هيڅ ډول پوځي عمليات په څپله خاوره کي زغملای نه سي، که هغه د مشکوکو ترهګرو څارل او يا وژل دي او يا د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريدونه.
د پاکستان د پارلمان په پرونۍ غوڼده کي چي لس ساعته يې دوام وکړ د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر، احمد شجاع پاشا او د پاکستان د پوځ ځيني نور مشرانو هم ګډون درلود.
ويل سوي، چي شجاع پاشا په پاکستان کي د اسامه بن لادن د هستوګني او بيا د امريکايي کوماندو له خوا د هغه د په نښه کولو په هکله تر سختو پوښتونو لاندي راغلی. د يو رپوټ له مخي د ISI مشر د خپلي استعفاء وړانديز وکړ. د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخه، صدراعظم يوسف رضا ګيلاني او د پوځ مشر اشفق کياني له هغه څخه وغوښتل چي په خپله دنده کي پاته سي.
د پاکستان پارلمان له حکومت څخه وغوښتل چي د « ايبټ اباد د عملياتو د پلټني لپاره يو خپلواک کمېسيون وټاکي ، ترڅو د پيښي مسوولين معلوم کړي او په لازمو تدابيرو لاس پوري کړي ، چي بيا داسي پيښه تکرار نه سي.»
د پاکستان د اطلاعاتو وزيري فردوس اشيق عوان وويل چي د نيمګړتياو او اشتباهاتو سره سره، حکومت د خپلي استخباراتي ادارې او د هغه د اوسني مشر څخه ملاتړ کوي:
« د سياسي او پوحي تأسيساتو تر مڼح د د تيرو کلونو د خلاو له امله اشتباهات سوي دي او موږ پريکړه وکړه چي وروسته له دي داسي اشتباهات بيا تکرار نه سي.»
د متحده ايالاتو سناتور جان کيري چي د پاکستان د ملاتړ کونکو څخه شميرل کيږي، ښايي اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ د راتلونکو اړيکو په هکله خبري وکړي.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: نجيب الله زيارمل