د امريکا، افغانستان او پاکستان تر منځ خبري رواني دي
۱۳۸۷ اسفند ۹, جمعهنن جمعه به د امريکا جمهور ريس بارک اوبا ما اعلام وکي ،چې څه ډول به امريکايي پوځيان د عراق څخه راوزي . امريکا غواړي ، افغانستان ته ډيره پاملرنه وکي ، او هلته يې همدااوس د 17000 عسکرو د ليږلو امر ورکړی دی . يوه نوې ستراتيژي به دغو ټولو کارو ته رونق ورکي . په هغه کښي دامريکا ، افغانستان او پاکستان تر منځ هم خبري شاملي دی ، چه پرون د امريکا دخارجه چا رو په وزارت کې پيل سويدي . هلته دافغانستان حکومتي استازو هڅه کوله چه په مختلفو برخو کي ملاتړ تر لاسه کي .
د امريکا خاص استازي ريچارډ هولبروک دوه ساعته د افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو سره په ګډه خبري وکړې . ددغو خبرو جزييات ندي معلوم سوي ، خود افغانستان خارجه وزير رنګين داد فر سپنتا د هغه دمخه ويلي وه چه ،
«ښه خبره داده چه ، زموږ او پاکستان دملکي حکومت تر منځ باور او اعتماد رامنځ ته سويدی ، او دا په اصل کې يو نوی پرمختګ دی .»
سپانتا وويل چه موږ به د پاکستان د حکومت سره ګډ کار وکړو ، او همدغه خبره يې امريکا يانو ته هم کړيده، خو سره له هغه سپانتا وایې چه ،
« زما په فکر ثبات ته په نړيواله سطحه لوی خطر د افغانستان او عراق څخه نه ، بلکه د پاکستان څخه متوجه دی ، دهغه دډير نفوس له کبله او ځکه چه پاکستان اټومي وسلې لري .که چيري د پاکستان نوی ملکي حکومت ناکامه سي، نو دا هر چا ته يو لوی خطر او په خاص ډول مرکزي آسيا ته رامنځته کوي . »
پاکستان په اصل کي د امريکايانو دپاره هم يوه سر دردي ده . د امريکا خاص استازی هولبروک پر پاکستان انتقاد کوي او وایي چي ، د طالب جنګياليو سره يې په سيمه کي د اوربندپه مقابل کښي د شريعت جاري کيدل منلي دي .
خو سر بيره پردې د افغانستان سره هم د امريکا روابط په دې آواخيرو کښي خړ پړ سوي بريښي . د امريکا جمهور ريس اوبا ما د افغانستان پر جمهور رييس کرزي باندي دا پړه اچوي چه ، کرزی د افغانستان د امنيت ا و د افغانستان د بيا ابادۍ په هکله لږ کار کوي ،او کرزی بيا په مقابل کې دا انتقاد کوي چې په امريکایي بمباريو کښي يو ډير شمير ملکي خلګ وژل کيږي .
د امريکایانو د خوابدۍ په هکله د افغانستان ددفاع وزير عبدالرحيم وردګ ، ځان ناخبره واچوۍ ، او ويې ويل چه ،
«موږ تر اوسه پوري د امريکايانو لخوا څه ندي احساس کړي ، خو دا هيله لرو چې د افغانستان سره نور هم ډير کومکونه وسي .»
سر بيره پردي د افغانستان حکومتي استازو د مطبوعاتو پر منفی څرګندونواو رپوټونه باندي انتقاد وکۍ ، او وایې چه د افغانستان د حکومت دبرياليتوبونو په هکله ډير څه نه ليکي . لکه مثلأ د افغانستان په نیمايي ولايتو کښي دکوکنارو د نه کرلو څخه . همدارنګه وردګ د امريکايي پوځونو د ډيريدو څخه خوښي ښکاره کړه .
دافغانستان او پاکستان حکومتي استازو دواړو د بين امللی ټولني څخه د نور کوښښ او صبر او تحمل غوښتنه وکړه .