د المان لومړۍ وزيرې د وژل سوؤ الماني عسکرو سره وروستۍ مخه ښه وکړه
۱۳۸۹ اردیبهشت ۴, شنبهد المان لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل او د المان نورلوړ پوړي چارواکي په دوؤ اونيو کي د دوهم ځل لپاره د وژل سوؤ الماني عسکرو په وير غونډه کي برخه اخلي. د المان د دفاعي چارو وزير کارل تيو ډور څو ګُټنبېرګ د وژل سوؤ عسکرو و کورنيو ته تسليت ورکړی او په خپله وينا کي يې وويل چي « د ورژل سوؤ د مېرمنو، کوچنيانو، خوېندو ورونو او مور او پلار څخه هيڅ څوک دغه درد نسي اخیستلای.» څوګُټنبېرګ په خپله وينا کي د المان د دفاعي چارو د وزير په توګه د وژل سوؤ د پاتي کورنيو څخه بخښنه هم وغوښته.
په افغانستان کي د پوځي ماموريت د پېل راهيسي 43 الماني عسکر وژل سويدي چي 7 تنه يې يوازي پدغه مياشت کي ووژل سول. لومړۍ وزير مېرکل د خپلې دورې د شروع کېدو راهيسي هم په لوموړي ځل د وژل سوؤ عسکرو په احترام پدغه ډول مراسمو کي ونډه واخيسته.
د ميونسټر په انيګول شټډ کي تقريبا 1000 و کسانو د هغو څلورو وژل سوؤ الماني عسکرو سره وروستۍ خدای په اماني وکړه چي په افغانستان کي وژل سوي وه. د 24 او 38 کلنو تر منځ عمر درلودونکي دغه الماني عسکر د افغانستان په شمال کي د غلچکي بريد په ترڅ کي وژل سوي او پنځه نور ملګري يې ژوبل سوي وه. وير غونډې ته د وينا پر وخت د المان د دفاع وزير کارل تيو ډور څو ګُټنبېرګ وويل چي المانيان بايد دې ته چمتو واوسي چي ښايي نور الماني عسکر هم په افغانستان کي ووژل سي او يا ژوبل سي.
ليکونکی: AP/احمد ولي اڅکزی
کتونکی: نسيم صابر