د المان د دولتي پورونو کچه مخ پر لوړېدو ده
۱۳۹۱ شهریور ۲۴, جمعهد ۲۰۱۱ کال په پای کي د المان د دولتي پورونو کچه ۲۰۲۵۴۰۰۰۰۰۰۰۰(دوه تريليونه پنځه ويشت ميليارده او څلورسوه ميليونه) یورو ته رسیده. دا د ۲۰۱۰ کال په پرتله۰،۷ سلنه لوړوالی ښيي.
دغه ټول معلومات د پنجشنبې په ورځ د المان د احصائیو د فدرالي ادارې له خوا ورکړل شوي دي. دغي ادارې ویلي دي، چې په دې ترتیب سره نو هر المانی وگړی۲۴۷۷۱ یورو پوړوړی دئ.
د المان د فدرالي حکومت پورونه ۱،۲۸ تریلیونه ډالرو ته رسیدل. خو بیا ایالتي حکومتونو او ښاروالیو پخپل وار سره ۲،۵ او ۴،۹ سلنه پورونه د المان د فدرالي حکومت پر پورونو اضافه کړي دي.
د المان د احصائیې فدرالي ادارې ویلي دي، چي په۲۰۱۱ کال کي پر اقتصادي پرمختگ سربیره هم المان نه دئ توانیدلی، چي خپل د پورونو کچه راټیته کړي.
د المان د نوي پلان له مخي دغه هیواد غواړي په ۲۰۱۳ کال کي۱۸،۸ میلیارده یوره دولتي پورونه تر لاسه کړي، دا په داسي حال کې ده چي د پلان له مخي به دا هیواد د روان کال تر پايه پوري ۳۲،۱ میلیارده یورو دولتي پورونه تر لاسه کړي.
په دې ترڅ کي کیدای شي چې برلین تر ټولو لږ پورونه واخلي. د دې کار عامل دا دئ، چې اوس پانگوال المان ته د یورو زون د هیوادونو په ډله کي د پانگوني له پاره د یوه مطمئن هیواد په سترگه گوري.
خو پر دې سربیره هم اټکل شوی دئ چې په ۲۰۱۲ کال کې هم د المان د پورونو کچه تر ۲،۲ تریلیونه یورو لوړه پاته شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل