د المان او متحده ایالاتو د مالیې وزیران سره ویني
۱۳۹۱ مرداد ۹, دوشنبهاعلان
په پام کې ده چې د المان دمالیې وزیر ولفگنگ شویبله به نن د متحده ایالاتو د مالي چارو له وزیر سره وویني. د متحده ایالاتو د مالیې د وزارت په حواله دواړه مشران به د نړیوال اقتصادي بحران له امله د رامنځ ته شوو ننگونو په اړه سره خبرې وکړي.
دا خبرې یوه ورځ وروسته تر هغې تر سره کیږي چې د المان صدارعظمې انگلا میرکل او د ایټالیې صدراعظم ماریو مونتي په تلیفوني تماس کې د دې خبرې ژمنه وکړه چې د یورو زون د ثبات له پاره به هر اړین گام پورته کړي. دا په داسې حال کې ده چې د یورو د گروپ مشر جان کلاوډیا یونکر د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې اروپایي مشران باید د یورو د بحران د له منځه وړلو له پاره نور وخت له لاسه ور نه کړي.