1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې مشر په کشمير کې پر هندي عسکرو د بريدونو غږ کړی

۱۳۹۸ تیر ۱۹, چهارشنبه

د القاعدې شبکې مشر ايمن الظواهري، پر اسلامپالو وسله والو په کشمير کې پر هندي عسکرو د بريد غږ کړی دی. نوموړي دغه پېغام په يوه ويډيو کې ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3LrCu
Eiman al-Sawahiri und Osama bin Laden
انځور: picture-alliance/dpa/Ausaf

د القاعدې ترهگرې شبکې د رسنيو د څانگې «السحاب» له لارې د سه شنبې په ورځ په خپره شوې دغه اته دقيقه يي ويډيو کې «پر هندي عسکرو او حکومت د پرله پسې بريدونو غږ شوی څو د دغه هېواد اقتصاد ته زيان ورسيږي».

هند او پاکستان چې د کشمير پر سر سره لانجه لري، له ۱۹۴۷ م کال راهيسې یې تر اوسه درې جنگونه کړي چې د دوو لامل همدا لانجه وه.

د »اوږدې جگړې ژورنال« په نوم بلاگ په حواله چې د وسله والو ډلو د فعاليتونو په اړه رپوټونه خپروي، د الظواهري پېغام د «کشمير مه هیروئ» تر سرليک لاندې په عربي او انگلسي ژبو خپور شوی دی.

د القاعدې شبکې د مشر دا پېغام د  Intelligence Group په نوم آنلاين فعالانو ډلې له خوا هم تائيد شوی دی او هغوی د تويتر له لارې ليکلي دي چې الظواهري د پاکستان او امريکا اړيکي د «غلو ائتلاف» بللي دي. الظواهري له وسله والو ډلو غوښتي چې د پاکستان د استخباراتي ادارو تر اغیز لاندې را نه شي.

داسې انگیرل کيږي چې د القاعدې شبکه دا مشر ښايي د افغانستان پولې ته څېرمه  د پاکستان په قبايلي سیمه کې پټ وي.

الظواهري چې په خټه مصری او يو جراح دی، په ۲۰۱۱م کال کې د امريکا د ځانگړو ځواکونو له خوا په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته، د دې ډلې مشر شو. نوموړي په ۲۰۱۴م کال کې د القاعدې شبکې د هند او پاکستان څانگه جوړه کړه.

دغې دلې په هم دغه کال کې هڅه وکړه چې په عربي سمندرگي کې د پاکستان يو اتومي اوبتل تر خپل کنترول لاندې راولي او بيا یې په مټ پر هند بريد وکړي، خو دغه هڅه کاميابه نه شوه.

bs/sm (DPA)