د اقتصادي بحران له کبله په جرمني کي بې حده ډير بيکاران
۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبهد جرمني د کار پيداکولوچارواکي وايي چه په دغه مياشت کښي مجموعأ 3,59 مليونه بيکاران وه ،چه دا دتير کال په نسبت 200000 اضافه دي . د آلمان حکومت او مخکښي اقتصادي ټولني په دې کې سره په يوه نظر دي، چې سږ کال به خالص داخلي توليدات په سلو کې 6 برخې راټيټيږي . دا کمښت به د کار بازار ته سختي ناوړه پايلې ولري، کوم څه چې په مونشن کې يې د Ifo له انستيتوت څخه اقتصاد پوه کې کارستينزن Kai Carstensen او د آلمان د اقتصاد وزير کارل تيودور Karl-Theodor هم تاييدوي .
کارستينزن وايي ، «ولو که د لنډ وخت کارونه به دا ستونزه لومړي تلافي کړي، خو تصدۍ به تدريجي ډول ځانونه دې ته اړ وويني، چې د خپلو کارگرانو شمېر راکم کړي . »
گوتينبرگ بيا څرگندوي :« موږ له نورو موسسو سره په شريکه دا نظر لرو، چې سږ کال به د بيکارانو شمېر قريب 450000 تنه زياتيږي او په متوسط ډول به ټول 3,7 مليونه بيکاران موجود وي . »
دی بيا وايي ،« د 2010 ميلادي کال د پاره موسسې کومه بهتري نه ويني ، او د کال په پای کې به څه ناڅه پنځه مليونه بيکاران موجود وي .»
دا شمېر گواښمن او د انديښنې وړ دئ . همدا اوس اوس د بيکارۍ د زياتوالي له کبله د ټولنيزو لانجو د خطر خبري کيږي . د ټولنيزه څېړنو د پاره په برلين کې د علمي چارو له مرکزه د کارد بازار کارپوهه او د نوموړي مرکز مشره ميرمن يوتا المين ډينگر Jutta Allmendinger هم په دې باندې پوهيږي او وايي :«زه دا د امکان څخه ليرې نه بولم چې د پنځو مليونو يا تر هغه حتی ډېرو بيکارونو په صورت کې به لانجې نه راپورته کيږي . که چېرته موږ په ټولنه کې د خلکو د راگډونې تدبيرونه ونه نيسو، نو بيا نه ښايي دې خطر ته په کمه سترگه وگورو.»
پرېکړنده خبره خو دا ده چې سياست او سياستمداران د کار د بازار دپرمختگ سره څه ډول غبرگون څرگندوي . سياستمداران هم غواړي د رکود يا اقتصادي پرچاوتيا په صورت کې ډير کارځايونه وژغوري . په دې برخه کې دوی له کارورکوونکو(کارفرمايانو) سره هم تفاهم لري او نه غواړي چې د دې بحران په پای کې د مسلکي کسانو له کمښت سره مخامخ وي .
د دې منظور د لاس ته راوړلو يوه بله وسيله هم د لنډوخت کار د پاره پيسې دي، له کومو څخه چې د جرمني د ماليې وزير پير شتاين بروک هم خبره کړېده او په ډاگه کوي :« زموږ لخوا تصويب شوی، د لنډوخت کار د پيسو سره، د اقتصادي ودې دوهم پاکټ يو ډېر ښه تدبير دئ . د همدې تدبير له برکته موږ تر اوسه پورې د اقتصادي پرمختگ سره سم، د کار په بازار کې يو داسي موازي حرکت نه لرو، چې ډېر په اصطلاح ډراماتيکي وي، د هغه اقتصادي کړکېچ په تناسب چې موږ يې تر اوسه پورې لرو. »
د اقتصادي بحران او بيکارانو د زياتيدو په نتيجه کي به لږ ماليات تحويل اودولتي پيسې هم کمي سي . کارپوهان اټکل کوي چه په دغه کال کي به د کار پيداکولود ادارې پيسې 14 مليارډه ايرو راکمي ،او بيکارانو ته به دپيسو په تاديه کولوکي مشکلات رامنځته سي .
Kinkartz/عارف وردگ
کتونکی : محمد قاسم نوري