پوځي عملیاتو ۵۱ تنه طالبان ووژل
۱۳۹۲ فروردین ۳, شنبه
د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دغو عملیاتو کې همداراز درې تنه افغان سرتیرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پر دې سربیره نهه تنه نور افغان سرتیري ټپیان شوي دي هم دي.
دغه عملیات د بدخشان ولایت په وردج وسلوالۍ کې تر سره شوي دي. تیره میاشت په همدې ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا ۱۸ تنه افغان سرتیري وژل شوي ول. طالبانو هغه وخت همداراز ۱۱ تنه نور افغان سرتیري برمته کړي هم ول. خو وروسته بیا برمته شوي سرتیري د طالبانو د بندیانو په بدل کې آزاد کړای شول.
د آلمان خبري آژانس په حواله په دغه پوځي عملیاتو کې ۱۷ تنه نور طالبان ټپیان شوي هم دي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت ويلي دي: «دغه عملیات په دې خاطر په لاره اچول شوي ول چې د وردج ولسوالۍ امنیت ټینگ شي او وسله وال مخالفین له خلکو څخه لیرې وساتل شي.»
د دفاع وزارت زیاته کړې ده چې په دغو عملیاتو کې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت سرتیرو گډون کړی وو. د افغانستان د کورنیو چارو وزرات په حواله طالبانو په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې له ۶۳۰۰ څخه ډیر بریدونه تر سره کړي دي. دغه وزارت وایي چې تیر کال د طالبانو په مرگژوبله کې ۲۷ سلنه لوړوالی راغلی وو.
د خپرو شویو شمیرو له مخې په ۱۳۹۱ کال کې د بیلابیلو عملیاتو په پایله کې ۴۶۰۰ طالبان وژل شوي او ۹۸۰ تنه نور ټپیان شوي ول. په دې کال کې همداراز ۶۷۰۰ تنه طالب جنگیالي د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي ول.