د افغان نجونو زده کوونکو د یونیفورم رنګ بدلیږي
۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سهشنبهد افغانستان اجرائیه ریاست د دوشنبې په ورځ (د فبروري میاشتې ۶مه نیټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د وزیرانو په شورا کې پر هغي لایحې باندې خبرې شوې دي چې له مخې یې د افغان نجونو زده کوونکو د جامو رنګ بدلیږي. په دې لایحیه کې راغلي دي چې د ابتدائیه زده کوونکو له پاره شین، د متوسطه زده کوونکو له پاره خړ او د لیسې له پاره صرمه یي رنګ په پام کې نیول شوی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د افغانستان اجراییه رییس بیا د معارف وزارت ته ویلي دي چې د نجونو زده کوونکو له پاره دې شین او خاکستري رنګه جامي په پام کې ونیسي.
د دې لایحي له پلي کیدو سره به نو د افغانستان په ښوونځیو کې د نجونو زده کوونکو تور او سپین رنګه یونیفورم په شین او خاکستري رنګ بدل شي.
د یونیفرم د رنګ له بدلیدو سره ښايي یوه لویه ستونزه د ناداره کورنیو له پاره د نویو جامو رانیول وي، خو په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د «هلال احمر امارات» بنسټ به له دې وزارت سره د ۴۰ زرو جامو مرسته وکړي.
نور مطالب: