د افغان مهاجرو پر اخراج باندي ټينگار
۱۳۹۵ بهمن ۲۰, چهارشنبهد جرمني د مهاجرو چارو فدرالي ادارې مشري يوتا کورت د «پساور نيو پرسه» ورځپاڼي د چهارشنبې له گڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «د جرمني حکومت پر خپل هغه هوډ باندي چي افغانان خپل هيواد ته ولېږي په پوره مسئوليت سره ولاړ دئ. دغه کار به دوامداره وي.»
هغې د افغانستان د امنیتي وضعيت په اړه وويل: «په افغانستان کي داسي سيمي سته چي د نورو په پرتله امن دي. په هيواد کي دننه د پناه وړلو ځايونه سته.»
مېرمن کورت زياته کړه چي د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې به د پناه غوښتني دوسيو ته د رسېدگۍ او په هيواد کي دننه هغه خطرونه چي د اخراج سبب گرځي په فردي توگه سره په پام کي ونيول سي.
د جرمني د مهاجرت او پناه غوښتني چارو ادارې رئيسې وويل: «پر دې سربيره تيرکال شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان پخپله خوښه خپل هيواد ته ستانه سوي دي.»
د دوشنبې په ورځ د جرمني رسنيو خبر ورکړ چي د دغه هيواد د پنځو ايالتونو حکومتونه د افغان مهاجرو د اخراج په برخه کي زړه نا زړه دي. تر برلين او شلسويگ هولشټاين ايالتونو وروسته، بريمن، نيدرزاکسن او راينلند فلتڅ ايالاتونو هم د افغان مهاجرو د اخراج په اړه شک ښوولی.
دا په داسي حال کي ده چي د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو له خوا په خپاره سوي راپور کي د افغانستان امنيتي وضعيت نور هم خراب ښوول سوی. د راپور له مخي تير مېلادي کال په افغانستان کي ۱۱۴۱۸ کسان وژل سوي دي.
د جرمني د کورنيو چارو وزارت له افغانستان سره د يوه تړون تر لاسليکولو وروسته د تيرکال په اکتوبر مياشت کي له خپلو ايالتونو څخه غوښتي ول چي نه منل سوي افغان مهاجر اخراج کړي.
د نه منل سوو افغان مهاجرو لومړۍ ډله د تيرکال په ډسمبر مياشت کي افغانستان ته اخراج سوه او دوهم ډله د روان کال په جنورۍ مياشت کي ولېږل سوه.
له ارشيف څخه