1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو پر اخراج باندي د میرکل پر ټینګار نیوکې

۱۳۹۷ خرداد ۱۷, پنجشنبه

د آلمان د حکومت له نظره رد شوي افغان مهاجر یووار بیا بې محدودیته افغانستان ته بیرته اخراجیدای شي. خو د افغانانو د اخراج موضوع شخړه ایزه ده او سختي نيوکي پرې کيږي.

https://p.dw.com/p/2z4IN
Deutschland, Berlin:  Bundeskanzlerin Angela Merkel (CDU) beantwortet erstmals im Rahmen einer Fragestunde die Fragen der Abgeordneten
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د چهارشنبې په ورځ په پارلمان کې وویل چې د حکومت له نظره يې افغانستان ته رد شوي مهاجر بې له کومه محدودیته استول کیدای شي. هغې زیاته کړه چې د افغانستان د وضعیت په هکله نوې ارزونه «د پخوا په شان یو با کیفیته انځور وړاندې کوي.»

د آلمان صدراعظمې دا هم وویل چې په کابل کې د آلمان سفارت بيرته په کار پيل کړی دی، ځکه نو د اخراج په برخه کې هغه محدودیت چې تر اوسه وو باید لیري کړل شي. په ۲۰۱۷م کال کي په کابل کي دغه سفارت ته څېرمه تر سختي چاودني وروسته سفارت تړل شوی وو. د مېرکل په خبره دغه اروزونه به د آلمان ایالتي ادارو ته واستول شي.

خو افغانستان ته د رد شوو مهاجرو د اخراج موضوع په خپل ذات کې شخړه ایزه ده، په تیره بیا چې په کابل کي د آلمان سفارت ته څیرمه یوې خونړۍ چاودنې تر۱۵۰ زیات انسانان ووژل.

د کیڼ اړخه ګوند د داخلي سیاست د چارو ویاندي اولا یلپکه، د میرکل پر څرګندونو باندې انتقا کړی دی. هغې ویلي دي: «دا چې د آلمان حکومت یو ځل بیا بې له محدودیته افغانستان ته د اخراج لړۍ پیلوي، د انساني او مهاجرت ضد سیاست د تشدد یو نوی پړاو دی.»

د آلمان د زرغون ګوند مشرې آنا لېنا بایربوک، افغانستان د اخراج لړۍ پيلول یو بې مسئوليته ګام بللی دی. د هغې په خبره په افغانستان کې وضعیت لا هم ډیر خراب دی.

د مهاجرو ملاتړي سازمان پرو ازول، افغانستان ته عمومي اخراج ردوي او د دې نظر مخالفت کوي چې ګنې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند (اس پي دي) هم څو ورځې تر مخه د افغانستان په هکله د نوې ارزونې پر بنسټ افغانستان ته د اخراج لړۍ د پيلولو په هکله شک او تردید څرګند کړی وو. اوس د سوسیال دیموکرات ګوند مرستیال مشر رالف شتیګنر، له سختو بدلونونو څخه خبرداری ورکړی دی. هغه له «برلینر څایتونګ» سره په خبرو کې ویلي دي: «سختي بې ثباتۍ ته په کتو سره چې موږ یې په افغانستان کې له کلونو راهیسې څارو، دقیقي ارزونې ته اړتیا لري او زه د محدود اخراج لړۍ ته د سختو بدلونونو رامنځ ته کولو له پاره کوم علت نه وینم.»

په عین وخت کې ایمنسټي انټرنیشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان افغانستان ته د مهاجرو د اخراج لړۍ د درولو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان ویلي دي چې د اوسني امنیتي او بشري حقونو وضعیت په پام کې نیولو سره افغانستان ته اخراج غیر مسئولانه کار دی او د نړیوالو قوانینو او د اروپا د بشري حقونو د منشور خلاف عمل دی.

د افغانستان د وضعیت په هکله د آلمان د بهرنیو چارو وزارت رپوټ چې په رسمي توګه سخت درجي بندي شوی دی، د رسنیو د رپوټونو له مخې پکښې په افغانستان کې د لویو ستونزو یادونه هم شوې ده.

په دغه رپوټ کې یادونه شوې ده چې هغه ولایتونه چې جګړې پکښې شته تر څنګ یې داسې ولایتونه هم شته چې په نسبې توګه پکښي وضعیت ښه دی همداشان د ملکي تلفاتو کچه راټیټه شوې ده. په دغه رپوټ کې دا هم راغلي دي چې افغانستان لا هم باید د جګړې، بې وزلۍ او اختلاس پر وړاندې مبارزه وکړي.

دغه نوی رپوټ به د پناه غوښتنې پر قضیه باندې د پریکړې له پاره مهم سند اوسي. تر اوسه افغانستان ته یوازې هغه افغانان اخراجیدل چې جرمونه یې کړي ول، د آلمان امنیت ته خطر ول او یا هغه رد شوي پناه غوښتونکي ول چې د خپل اصلي هویت له ښوولو څخه یي ډډه کوله.

زموږ له آرشیف څخه: