1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو لومړنۍ ۱۳۰ کسيزه ډله المان ته ورسیده

۱۴۰۰ مرداد ۲۷, چهارشنبه

له کابل څخه آلمان ته د افغانانو لومړنۍ جوپه نن چهارشنبې ورځ  سهار وختي فرانکفورت ښار ته ورسیده. د لوفت هانزا هوايي شرکت په دغه الوتکه کې شاوخوا ۱۳۰ تنه افغانان انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/3z6f4
Evakuierung deutscher Staatsbürger aus Kabul hat begonnen
انځور: Hauke-Christian Dittrich/dpa/picture alliance

رويټرز خبري آژانس د آلماني هوايي شرکت لوفت هانزا له قوله خبر ورکړ چې دغه افغانان د آلمان د پوځ په یوه الوتکه کې د مخه د کابل له هوايي ډګر څخه د ازبکستان پلازمينه تاشکند ته انتقال شوي ول چې بیا د دغه شرکت په A340 ایربس الوتکه کې فرانکفورت ته رانتقال شول.

رپوټ زیاتوي چې د جرمني حکومت په دې برخه کې د خپلو هڅو په ادامې، د راتلونکو څو ورځو په جریان کې به له تاشکند، دوحه او يا نورو ګاونډیو هيوادونو څخه ډير نور افغانان هم په ځانګړو پروازونو کې هم د افغانستان څخه راانتقال کړي.

جرمني چې په افغانستان کې يې تر امریکا متحده ایالاتو وروسته تر ټولو ډير سرتيري درلودل، اوس هڅه کوي چې په زرونو هغه افغانان چې د افغان-جرمن دوه ګوني تابعیت لري، فعالان، حقوقپوهان او هغه افغانان چې په افغانستان کې يې د آلمان پوځ سره کار کړی د هوا له طریقه انتقال کړي.

Lufthansa Flugzeug aus Kabul landet in Frankfurt
له کابل څخه د افغانانو د انتقال، لوفت هانزا هوايي شرکت الوتکه د فرانکفورت هوايي ډګر کېانځور: Thilo Schmuelgen/REUTERS

په یو بل خبر کې چې د آلمان خبري آژانس له خوا ورکړل شوی، بيا د آلمان د پوځ له قوله ویل شوي چې له افغانستان څخه د تخلیې دریم پرواز هم د چهارشنبې په ورځ په ازبکستان کې ناسته وکړه. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې تر دې وروسته به دغه کسان په لوفت هانزا الوتکو کې جرمني ته انتقال سي.

په برلین کې د آلمان د دفاع وزارت په حواله، تر اوسه پورې د ۲۶۰ افغانانو د تخليې پروسه عملي شوې ده.

خو د طالبانو له خوا د کابل ښار تر نیولو یوه وروسته د کابل له هوايي ډګر څخه د ټکان ورکوونکو غمجنو انځورونه تر خپرولو وروسته دغه میدان په موقتی توګه د ملکي پروازونو له پاره غیرفعال وګرځيد. رويټرز وايي چې اوس امریکايي ځواکونه دغه میدان امن کړی او له کابل څخه د ديپلوماتانو او ملکي خلکو د انتقال په موخه پروازونه پيل شوي دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.