1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو د څان وژني هڅو په اړه اندېښنې

۱۳۹۵ بهمن ۲۱, پنجشنبه

په سویډن کې د افغان مهاجرو د ځان وژني هڅو ته په کتو سره له دغه هیواد څخه د پناه غوښتونکو د شړلو پر پريکړي نيوکي ډیري شوي دي.

https://p.dw.com/p/2XEi4
Ungarn Grenze Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/Z. Gergely Kelemen

د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې د افغان مهاجرو د ځان وژني اوه هڅې ثبت شوي دي. د سویډن چارواکو خبر ورکړی دی چې د ځان وژنې دغه اوه هڅي کم سنه افغان مهاجرو کړي دي، چې درې یې خونړۍ وې.

هغه کسان چي له مهاجرو سره مرسته کوي، د چهار شنبې په ورځ يې د سویډن له چارواکو څخه وغوښتل چې د رد شوو افغان مهاجرو جنجالي اخراج ودروي.

محبوبه مددي چې له مهاجرو سره مرسته کوي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې هغه تنکي ځوانان چې د ځان وژنې هڅه کوي «له ایستلو څخه ویره لري او د دوی له پاره بله هیڅ هیله نه ده پاته.»

له مهاجرو سره مرسته کوونکو په وینا د هغو مهاجرو چې د ځان وژني هڅي ئې کړي دي، څلورو تنو يې د مهاجرو په کمپ کې د یوازیتوب احساس کړی او داسي څوک نه ول چې دوی ته رواني مشورې او ورسره خبرې وکړي.

میرمن مددي وویل: «موږ ډیر په اندېښمن یوو. د سویډن حکومت باید اقدام وکړي. خو د سويډن د مهاجرو ادارې د رد شوو مهاجرو د ایستلو له پریکړې دفاع وکړه. د دې ادارې ویاند په دې هکله وویل: «په افغانستان کې ځیني داسي سیمي شته چې کیدای شي مهاجر ور انتقال شي.»

نوموړي زیاته کړه چې هغه مهاجر چې قانوني سن (۱۸کلنۍ) ته نوي رسېدلي او بالغ سرپرست نه ولري، نه لیږل کیږي.

دغه بحث چې آیا افغانستان اوس له امنيتي اړخه خوندي دی، څو مهاجر بیرته ور ولیږل شي؟ په آلمان کې هم زور اخيستی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د افغانستان له حکومت سره د يوه هوکړه ليک تر لاسلیک وروسته، له خپلو ایالتونو غوښتي دي چې رد شوي افغان مهاجر وباسي، خو په دې هکله د آلمان ځیني ایالتونه تر اوسه هم زړه نا زړه دي.

نور مطالب: