د افغان مهاجرو جسدونه له ایران څخه نیمروز ته انتقال سول
۱۳۹۸ آذر ۱, جمعهد نیمروز د ولایتي شورا غړو له دویچه ویله سره په خبرو کې د دې خبری پخلی کړی چې د هغو افغان مهاجرو جسدونه چی تیره اوونۍ د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د دوو نقلیه وسایلو د ټکر په نتیجه کې وژل سوي ول، تیره ورځ نوموړي ولایت ته انتقال سوي دي.
د ایران چارواکو تیره اوونۍ خبرورکړی وو چې په سیستان او بلوچستان کې رامنځته سوې دغه پیښه کې ۲۸ تنه افغان مهاجر وژل سوي او څو تنه نور ټپیان سوي دي.
د نیمروز د ولایتي شورا رئیس بازمحمد ناصر، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې ایران ته د نیمروز ولایت د نژدیوالي له امله دغه جسدونه نوموړي ولایت ته سپارل سوي. هغه د انتقال سوو جسدونو شمیر ۳۳ تنه ښودلی چې ۳۰ تنو یې ښایي د دغې ترافیکي پیښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
د دغو مهاجرو د نومونو د هغه فهرست له مخې چې د نیمروز د ولایتي شورا رئیس ته وړاندي سوي، زیاتره یې له غور، فراه او بدخشان ولایتونو څخه ول چې عمرونه یې د ۱۴ او ۴۵ کلونو ترمنځ ښوول سوي.
د نیمروز د ولایتي شورا یو بل غړی روح گل خیرزاد، هم نیمروز ته د دغو جسدونو د انتقال خبر تأییدوي خو د هغوی شمیر بیا ۲۵ تنه ښيي. د ولایتي شورا دغه غړي د پيښې د څرنگوالي په هکله وویل: »د هغوی موټر په قاچاقي ډول روان وو او په لاره کې یې د ټکر په نتیجه کې سپرلۍ ووژل سوې.«
په ایران کې د سیستان او بلوچستان ولایت د افغان مهاجر له پاره یوه قاچاقي لار ده او وخت ناوخته پکښي ترافیکي پیښې رامنځته کیږي.
د نیمروز د ولایتي شورا رئیس په خبره ډیر شمیر جسدونه د هغوی خپلوانو ته تسلیم سوي. خو روح گل خیرزاد بیا وایي چې تر اوسه لا د هغوی جسدونه کورنیو ته نه دي تسلیم سوي. د باز محمدناصر په خبره که تر نورو څو ورځو پورې د دغې پیښې پاته نور جسدونه انتقال نه سي نو ښایی په نیمروز ولایت کې خاورو ته وسپارل سي.
د نیمروز د ولایتی شورا رئیس وایي چې دا اول وار دی چې د مهاجرو دومره زیات شمیر جسدونه چې په ایران کې د ترافیکی پیښې له امله مړه سوي دغه ولایت ته لیږدول سوي.
په ایران کې شا او خوا دوه میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي. ایران ته له غیرقانونی لارو د افغانانو د کډوال کیدو علت، په افغانستان کې اقتصادي مشکلات او بیکاري په گوته سوې. باز محمد ناصر همدارنگه ویلي: »زیاتره یې اقتصادی مهاجرین دي چې د یوه کار د پیدا کولو له پاره د غیرقانوني لارو هلته ځي او داسي ستونزې رامنځته کیږي.« هغه زیاتوي چی ښایي د دغو مهاجرو د کورنۍ غړي په ایران کې نه ول.
گ.پ/س .ر/ پ. ا