1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان غرختونکي علي اکبر سخي جسد د هغه کورنۍ ته وسپارل شو

امید دیدار
۱۴۰۲ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی دی چې د افغان غرختونکي علي اکبرسخي جسد یې د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.

https://p.dw.com/p/4UcrJ
Pakistan Gilgit | K2 Berg
انځور: JOE STENSON/AFP/Getty Images

د طالبانو سفارت پر خپل ټویټر لیکلي، علي اکبر سخي د تېر ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې د پاکستان K2 غره لوړې څوکې ته د ختلو پر مهال د زړه د حملې له امله مړ شو؛ خو د خرابې هوا له امله یې د جسد راوړل پاتې شول. له هغه سره په دې سفر کې یو شمېر بهرني غرختونکي هم شامل ول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، د علي اکبر سخي جسد د پاکستان حکومت پیدا او تېره ورځ یې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته سپارلی دی.

د پاکستان K2 غر لوړه څوکه د سمندر له سطحې څخه د ۸۶۱۱ متره په لوړوالي سره د همالیا د لوړې څوکې ایورسټ څخه وروسته د نړۍ دویېمه لوړه څوکه ده.

علي اکبر سخي د «هایک او وینچر» په نوم د هغه نهه کسیزې ډلې مشري هم کړې، چې د افغانستان په شمال کې د نوشاخ څوکې ته ختلې وه.

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.