1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان سولې بهیر خبره پر کوم ځای ولاړه ده؟

۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبه

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اسلام اباد وروسته بیرته قطر ته تللی. قطر کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ دوه ورځې وړاندې خبرې بیا دریدلي. له کابله زموږ د همکار محمد اسماعيل شاکر رپوټ:

https://p.dw.com/p/3UrLu
Russland Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politiker in Moskau
انځور: Reuters/E. Novozhenina

د راپورونو له مخې، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته ترسفر وروسته بیرته پلازمینې دوحې ته تللی.

ښاغلي خلیل زاد د تېرې جمعې پر ورځ (د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۱۳مه) په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي: «بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له ښاغلي خليلزاد سره د کتنې پرمهال ویلي چې افغان سولې بهیر کې د اسانتیاوو برابرولو ته دوام ورکوي.»

د سولې خبرو د څرنګوالي پر سر اختلافات

خو کابل کې د چارو کتونکي وايي طالبان او حقاني شبکه د سولې خبرو د څرنګوالي پر سر مخالف شوي دي.

د کتونکو پر باور، ښاغلی خليلزاد هم په همدې موخه اسلام اباد ته ولاړ چې پاکستاني چارواکي پاکستان میشتې حقانې شبکې ته قناعت ورکړي.

سیاسي شنونکي جاوید مالکي دویچه ویله ته وویل: «زما برداشت دادی چې افغان سوله کې د پاکستان ګټې تضمین شوي، کنه په هیڅ صورت همکاری ته حاضر نه دی، طالبانو سره د واشنګټن د سولې موضوع هم ډیره روښانه نه ده، نه شو کولای په اسانی سره باور وکړو چې د سولې خبرې دې په بیا هم په سادګی سره دریدلي وي.»  

Afghanistan Zalmay Khalilzad in Kabul
د افغان سولې له پاره د امريکا ځانګړی استاځي زلمي خليل زادانځور: AFP/W. Kohsar

د چارو له یوشمېر شنونکو سره د پوښتنې وړ موضوع دا هم ده چې زلمی خليلزاد څنګه په دوحه کې طالبانو سره تر څو ورځنیو خبرو وروسته د کابل پر ځای اسلام اباد ته سفر کوي؟

د افغانستان د پارلمان یوه غړي محمد علي اخلاقي دویچه ویله ته وویل، د سولې خبرې هغه مهال اغیزمنې تمامیږي چې مدیریت یې افغانانو ته ورکړل شي. هغه زياته کړه: «د سولې خبرې په دې وروستیو کې څه نا څه جدي شوي، په همدې اړه ټاکل شوې چین کې یوه بین الافغاني ناسته هم جوړه شي، زما پر اند که چېرې د سولي خبرو مدیریت په خپله د افغانانو په لاس شي، اغیزمن به وي.»

امریکا او طالبانو تېره اونۍ پلازمینه دوحه کې دریدلې خبرې له سره پيل کړې خو بګرام پوځي هوايی اډې ته څېرمه له یوه بریده وروسته دا خبرې ترناڅرګندې مودې وځنډېدې. دغه برید یوه میرمن ووژله او شاوخوا سل کسه یې ټپیان کړل.

سوله، اداري فساد او نړېوالې مرستې

کابل کې د امریکا سفیر جان بس هیله من دی چې طالبان به نور تاوتریخوالی ته د پای ټکی کیږدي. نوموړي نن یکشنبې (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر ۱۵) په کابل کې اداري فساد پر ضد د مبارزې ملي غونډې ته وویل، طالبانو سره د هوکړه لیک تر لاسلېکېدو وروسته ښايي نړېوالې مرستې کمې شي، ځکه پر وینا یې مرستندویه هېوادونه اوس ډیر باور نه شي کولای. هغه وويل: «که د سولې خبرې بریالۍ شي او طالبان خپلې وسلې کېږدي، ډیره ښه ده،  خو د سولي تر هوکړه لیک وروسته به مرستندویه هېوادونه ډیرو مرستو ته زړه ښه نه کړي ځکه چې نور یو شمېر هېوادونو خپل باور له لاسه ورکړی، وايي چې زموږ مرستې د ګوتو په شمار کسانو شخصي ګټو لپاره کارول کېږي.»

 دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې امریکا خپل ۴۰۰۰ سرتیري له افغانستانه وباسي. د امریکایي رسنیو د رپوټونو پربنسټ، واشنګټن به ډیر ژر په دې اړه اعلان وکړي. اوسمهال شاوخوا ۱۳ زره امریکايي سرتیري افغانستان کې پراته دي.

اسماعیل شاکر – کابل