1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله اکاډمۍ کې د خبریالۍ د روزنې پروګرام

۱۴۰۱ مرداد ۲۲, شنبه

د دویچه ویله اکاډمي په جنوبي او مرکزي آسیا کې د میشت افغان خبریالانو له پاره روزنیز پروګرام پیلوي. دا چې شرایط یې څه دي او څرنګه ورته درخواست کیږي، جزئیات یې دلته لوستلی شئ.

https://p.dw.com/p/4FUgW
DW Akademie Logo

د آزادۍ لپاره ځای؛ په مهاجرت کې د افغان رسنیو مسلکي ملاتړ

د DW اکاډمۍ په جنوبي او مرکزي اسیا کې د رسنیو د کارپوهانو او افغان خبریالانو له پاره د ملاتړ یو نوی پروګرام پیلوي. په لومړي پړاو کې، ګډونوال د روزنې له لارې ډیرې وړتیاوې او مهارتونه ترلاسه کوي. په دویمه مرحله کې، دا نوې ترلاسه شوې پوهه د ژورنالیستیکي متنونو او راپورونو په تولید کې کارول کیږي. د غوره کیفیت معیارونو ډاډ ترلاسه کولو له پاره د پریزنټشن لارښودونو ته اړتیا ده.

موده: د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر څخه تر دسمبر میاشتې پورې

لاسته راوړنې:

۱. د برخه اخیستونکو مسلکي ظرفیت پیاوړي کولو لپاره روزنه او لارښوونې (ډیجیټل او هایبرډ\ترکیبی)

الف. د امنیت روزنه (ډیجیټل)

ب. د ژورنالیزم مهارتونه د ګډونوالو د اړتیاوو او هیلو پراساس ښوول

ج. د برخې حساسیت: د جنډر / اقلیتونو په اړه راپور ورکول

د. د دري پښتو خبرونو لارښود

ح. د کیریر یا مسلکي کاري ژوند روزنه د برخه اخیستونکو مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره

۲) د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر او دسمبر میاشتو ترمنځ د ژوند لومړني لګښتونو پوښلو لپاره میاشتنۍ تادیه په نظر کې نیول شوې ده.

۳) د ګډون کوونکو له لوري چمتو شوي تولیدات د دویچه ویله په دري او پښتو پاڼو کې د خپریدو فرصت

مکلفیت:

برخه اخیستونکي ژمن دي چې په ټولو آنلاین روزنیز غونډو کې برخه واخلي او د لارښوونې مرحلې په جریان کې نږدې تماس کې پاتې شي. د دویمې مرحلې د یوې برخې په توګه، ګډون کوونکي اړ دي چې لږ تر لږه دوه ژورنالیستیکي راپورونه د تعلیمي موخو لپاره د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر او دسمبر ترمنځ چمتو کړي. راپورونه په ویډیو، آډیو یا متن او عکس چوکاټونو کې ځای پرځای کیدی شي.

څوک درخواست کولی شي:

د افغانستان تجربه لرونکي خبریالان:

• د افغانستان له خپلواکو رسنیو سره لږ تر لږه درې کلنه ثابته کاري تجربه

• هغه کسان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستانه بهر او یا وروسته د جنوبي اسیا په هېوادونو (لکه پاکستان، هند) او د منځنۍ اسیا په هېوادونو (لکه تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان) کې اوسېږي، د ذکر شویو هېوادونو نوملړ جامع نه دی.

• هغه کسان چې مورنۍ ژبه یې دري یا پښتو ده. د ژبې بشپړه پوهه یو اړتیا ده.

• د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر له پیل څخه د دسمبر تر پایه پورې د شتون او ګډون ژمنې

• باثباته او دوامداره انټرنیټ ته لاسرسی لرل

• هغه کسان چې غواړي د مسلکي رسنیو کارمند په توګه کار ته دوام ورکړي او خپل مهارتونه لوړ کړي

څنګه درخواست وکړئ:

مهرباني وکړئ لاندې معلومات او اسناد د ۲۰۲۲م کال د اګست میاشتې د ۲۵مې نیټې پورې د بریښنالیک له لارې واستوئ

بریښنالیک: dw-akademie.afghanistan@dw.com

په بریښنالیک کې مهم جزئیات چې باید په پام کې ونیول شي:

• بشپړ نوم، د زیږون نیټه او پته

• سي وي، ریزومه یا خلص سوانح

• ستاسو د کار درې مثالونه (PDF یا لینکونه)

• د هڅونې تشریح یا لیټر اف موټیویشن، ستاسو د اوسني مسلکي وضعیت توضیحات او په پروګرام کې د ګډون لپاره ستاسو هڅونه (د A4 پاڼې نیمایي کې)

•  په یو لنډ ویډیو کی د شرکت لپاره خپل ځان او ستاسو هڅونه ( ۲-۳ دقیقې). دا اختیاري دی او لازمي ندي.

آنلاین مرکې به د غوښتنلیک وروستۍ نیټې وروسته په څو ورځو کې ترسره شي او یوازې انتخاب شویو کسانو سره به تماس نیول کیږي.

یادونه: ښځینه خبریالانې او د افغان لږکیو ژورنالیستانو ته په ځانګړې توګه هڅول کیږي چې درخواست وکړي او که چیرې دوی اړتیاوې پوره کړي نو لومړیتوب به یې په پام کې ونیول شي.

تریننگ به په دري، پښتو او انګلیسي ژبو (د ژباړې سره، که اړتیا وي). نورې زده کړې به په دري او پښتو ژبو ترسره شي.

د دویچه ویله د اکادمۍ په هکله: 

زموږ په اړه: DW Akademie د دویچه ویله اکاډمي یا  د دویچه ویله د نړیوالو رسنیو د پراختیا، د ژورنالیزم د زده کړې او د مسلکي پوهې د انتقال مرکز دی. زموږ پروژې د بیان ازادۍ او معلوماتو ته بې له خنډه لاسرسۍ او بشري حقونو ته وده ورکوي. د دویچه ویله DW اکاډمي په ټوله نړۍ کې خلکو ته دا واک ورکوي چې د باور وړ حقایقو او رغنده خبرو اترو پر بنسټ خپلواکې پریکړې وکړي.

DW Akademie د المان د فدرالي وزارت د اقتصادي همکارۍ او پراختیا ستراتیژیک ملګری دی. موږ د آلمان د فدرالي بهرنیو چارو وزارت او اروپايي اتحادیې څخه هم تمویل ترلاسه کوو او په نږدې ۶۰ مخ پر ودې هیوادونو او مخ پر ودې اقتصادونو کې د ژورنالیزم د ودې په برخه کې فعالیت لرو.

مهم یادښت:

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د روزنې د دې پروګرام برخه اخیستونکي د DW درِي او پښتو څانکې کې په راتلونکي کې د دندې مستحق کيږي نه. برسېره پر دې، په دې پروګرام کې ګډون په آلمان کې د استوګنې د حق د ترلاسه کولو اساس نه برابروي.